کورپاڼه / کرکټ / انګلستان د دریو یوه ورځنیو لوبو لپاره هالینډ ته ځي

انګلستان د دریو یوه ورځنیو لوبو لپاره هالینډ ته ځي

د انګلستان کرکټ ملي لوبډله به د درې یوه ورځنیو لوبو لړۍ لپاره په راتلونکې کال هالینډ ته سفر وکړي. دغه لوبلړۍ سږ کال مهالویش شوې خو د کرونا په سبب وځنډېډه او د راتلونکې ۲۰۲۲ کال په جون کې به ترسره شي.

دغه لوبې د سوپر لیګ سیالیو برخه ده، لکه څنګه چې انګلستان لوبډله د نړیوال جام دفاعي اتله ده، دې لوبلړۍ ته ډېره لېوالتیا لري او د پیاوړو لوبغاړو جوس بټلر، جیسن رای او جو روټ په شتون کې ډېره ښه وځلېږي.

لکه څنګه چې د انګلستان کرکټ لوبډله ډېرې زیاتې لوبې لري، نو دا پوښتنه پیدا کېږي چې دغه لوبلړۍ به څنګه ترسره شي. د دواړو لوبډلو ترمنځ تر اوسه درې یوه ورځنۍ لوبې ترسره شوې چې درې واړه انګلستان ګټلي دي.

خو په شل اوریزو لوبو کې بیا کیسه برعکس ده او د دواړو لوبډلو ترمنځ په دوو ترسره شوو لوبو کې دواړه د هالینډ لوبډلې ګټلي دي

د انګلستان او پاکستان ترمنځ به لومړۍ لوبه د جون په اوولسمه، دویمه د جون په نولسمه او دریمه یوه ورځنۍ لوبه به د جون په دوه ویشتمه نېټه ترسره شي.

دا هم ولولئ

میتیو هیډن پر اسټرالیایي لوبغاړو سختې نېوکې کړي دي

میتیو هیډن د پاکستان د سفر پر مهال د اسټرالیا کرکټ لوبډلې د یوه ورځنیو …