کورپاڼه / جالب / تر اوږدې مودې پورې په یوځای اوسیدنې سره په ذهني او بدني کیفیاتو کې ورته والی پیدا کېږي

تر اوږدې مودې پورې په یوځای اوسیدنې سره په ذهني او بدني کیفیاتو کې ورته والی پیدا کېږي

د ګډ ژوند اړیکه یوه داسې اړیکه ده چې د دوو تنو په خوښه او خوشحالۍ سره تر اوږدې مودې پورې دوام کوي. په دې اړیکه کې پیدا کېدونکي ستونزې او نورې اغېزې د یو پر بل یې د اغېزو لامل وي.

خو اوس په دې اړه یوې نوې څېړنې په حیرانوونکې توګه موندنې کړي او ویل کېږي چې تر اوږدې مودې پورې په یوځای اوسیدنې سره په ذهني او بدني کیفیاتو کې ورته والی پیدا کېږي.

ارواپوهان وایي چې تر اوږدې مودې پورې له یو بل سره په اوسېدو سره نه یوازې د خپلو عادتونو په لحاظ یو بل سره ورته والی پیدا کوي، بلکې بدني جوړښت، د وینې فشار او نورې ناروغۍ یې هم سره ورته وي.

دوی زیاتوي چې ښایي یو لوی لامل یې دا وي چې ښځه او خاوند پخپله خوښه یا د مجبورۍ له مخې د یو بل په څېر عادتونه یا طبیعت خپلوي، چې په همدې سبب د هغوی ذهني او بدني روغتیا کیفیات یې سره ورته وي.

په دې اړه دا هم ویل کېږي چې د روغتیا او ناروغیو له لحاظه ښځه او خاوند هغه وخت ورته والی پیدا کوي کله چې هغوی سره نږدې خپلوان وي، خو دغه څېړنه بیا پورته نظریه نفي کوي، ځکه داسې کسان هم شته چې هغوی نږدې خپلوان نه ول خو په بدني او ذهني لحاظ سره ورته ول.

دا هم ولولئ

آیا د مړینې پر مهال ټولې خاطرې په دماغو کې تکراریږي؟

ساینسپوهانو د مړینې پر مهال د یوه شخص دماغي فعالیتونه تر څېړنې لاندې نېولي او …