کورپاڼه / بېلا بېل / آیا د یو شخص له دماغو د بل شخص دماغو ته یادونه انتقالېدلی شي؟

آیا د یو شخص له دماغو د بل شخص دماغو ته یادونه انتقالېدلی شي؟

دا په نظري توګه بالکل ممکن ده، چې د انجکشن یا پیچکارۍ په مرسته د یو شخص له ماغزو یادونه یا خاطرې وایستل شي او د بل شخص ماغزو ته دې واچول شي.

تقریباً له نن څخه شپېته یا پنځه شپېته کاله وړاندې په لابراتوار کې داسې تجربې ترسره شوې، چې په هغې د یو ژوندي حیوان له بدن څخه د حافظې مالیکول د بل ژوندي حیوان دماغو ته انتقال شوي ول.

خو دغه تجربه د ژوند ترټولو ساده ډوله حیواناتو باندې ترسره شوې وه. د حافظې د انتقال لومړنۍ تجربه په ۱۹۵۳ کال ترسره شوه. سږ کال د ټیکساس پوهنتون د ارواپوهنې له څانګې دوو فارغو شوو زده کړیالانو رابرټ تامپسن او جیمس میکونل یو ډول شمشتیو ته ددې ور زده کولو هڅه وکړه، چې شمشتۍ په یوه ډنډ کې د بریښنا له ټکان څخه د خوندي کېدو لپاره بل لور ته لاړې شي.

ددې لپاره یې شمشتۍ په دوو برخو وویشلې او د سر په برخه کې لکۍ او د لکۍ په برخه کې یې ورته سر جوړ کړ. له یوې شمشتۍ څخه دوه جوړېدونکې شمشتۍ په جینټیکي ډول سره ورته وې.

او تامپسن او میکونل په تجربه کې د محرک له غبرګون څخه د زده کړې کار واخیستل شو، خو تر اوسه پورې له یو دماغ څخه بل دماغ ته د یادونو د انتقال تجربه نه ده شوې.

دا هم ولولئ

غني خان او مولانا محمد یوسف

مولانا محمد یوسف: غني خان د الله ولي و

د خېبر پښتونخوا مشهور مولانا محمد یوسف بونېری وايي، چې د پښتو ژبې مشهور شاعر …