کورپاڼه / تجارتي ليګونه / کلکتې د پنجاب کینګز لوبډلې ته د ۱۶۶ منډو کېښود

کلکتې د پنجاب کینګز لوبډلې ته د ۱۶۶ منډو کېښود

د کلکتې لوبډلې پیلیز توپ وهونکی وینکټیش ایر یو ځل بیا وځلېده او د خپلې لوبډلې په ګټه یې ۶۷ منډې جوړې کړې او لوبډلې یې پنجاب ته د ۱۶۶ منډو هدف کېښود.

هند تجارتي ليګ یا ای پي ایل ۴۵مه لوبه د کلکته نایټ رایډرز او پنجاب کینګز لوبډلو ترمنځ په دوبۍ نړیوال لوبغالي کې ترسره کېږي، چې پنجاب د پچې تر ګټلو وروسته د توپ اچونې پرېکړه وکړه.

حیدر آباد په ټاکلو ۲۰ اورونو کې د ۷ لوبغاړو په سوځېدو ۱۶۵ منډې وکړې، چې له ډلې يې وینکټیش ۶۷، راهول تریپاتي ۳۴ او نیټیش رانا ۳۱ ترټولو زیاتې منډې وکړې.

د کلکتې له لورې په توپ اچونه ارشدیپ سینګ ښه وځلېده او درې لوبغاړي یې وسوځول. دغه راز روي بیشنوي دوه او محمد شامي یوه ویکټ ترلاسه کړه.

د یادولو وړ ده چې د کلکتې لوبډلې د ۲۰۲۱ کال په آی پي ایل لیګ کې ۱۱ لوبې کړي او د ۱۰ نومرو په لرلو سره په جدول کې څلورم او پنجاب لوبډلې ۱۱ لوبې کړي او د ۸ نومرو په لرلو شپږم مقام لري

دا هم ولولئ

میتیو هیډن پر اسټرالیایي لوبغاړو سختې نېوکې کړي دي

میتیو هیډن د پاکستان د سفر پر مهال د اسټرالیا کرکټ لوبډلې د یوه ورځنیو …