کورپاڼه / کرکټ / عمر اکمل له پاکستانه زړه ماتی امریکا ته ولاړ

عمر اکمل له پاکستانه زړه ماتی امریکا ته ولاړ

د پاکستان کرکټ ملي لوبډلې تکړه توپ وهونکی عمر اکمل، چې د پاکستان کرکټ له لورې پرې لګېدلی بندیز هم پای ته رسېدلی، په مات زړه مریکا ته ولاړ.

عمر اکمل د پاکستان په کورنیو سیالیو کې د فیکسینګ په سبب د لوبو له بندیز سره مخ شوی. نوموړی د پاکستان په کورنیو لوبو کې د سنټرل پنجاب لوبډلې لپاره لوبېده، چې په ۵ لوبو کې یې یوازې ۶۶ منډې کړې وې.

نوموړي وروسته له هغې چې ۴.۲ میلونه جریمه یې لنډه کړه، د پاکستان کرکټ بورډ له لورې ورته د کورني کرکټ اجازه ورکړل شوه. عمر اکمل به په امریکا کې د یوې میاشتې رخصتۍ په تېرولو هلته کرکټ هم وکړي.

که چېرته نوموړي د نورو لوبغاړو په څېر هلته د لوبېدو تړون ترلاسه کړ، نو د امریکا لپاره به لوبې وکړي او که چېرته په دې هڅه کې پاتې راغی نو بیا بېرته پاکستان ته راستون شي.

د یادولو وړ ده چې له دې وړاندې هم د یو شمېر هېوادونو لوبغاړي امریکا ته د لوبو لپاره تللي چې د افغانستان چټک توپ اچونکی نواز خان، د هند انمکت چاند، د نیوزیلېنډ کوري اندرسن، د پاکستان سیمع اسلم او د سریلانکا شیحن جیسوریا نومونه یې مشهور دي.

دا هم ولولئ

میتیو هیډن پر اسټرالیایي لوبغاړو سختې نېوکې کړي دي

میتیو هیډن د پاکستان د سفر پر مهال د اسټرالیا کرکټ لوبډلې د یوه ورځنیو …