کورپاڼه / خبرونه / عماد وسیم: راشد خان د نړۍ تر ټولو سخت او غوره بالر دی
راشد خان او عماد وسیم

عماد وسیم: راشد خان د نړۍ تر ټولو سخت او غوره بالر دی

د پاکستان کرکټ ملي لوبډلې الراونډر لوبغاړی عماد وسیم د راشد خان په اړه وايي، چې هغه یو تر ټولو سخت او غوره بالر دی، چې هغه ورسره مخ شوی دی.

عماد وسیم چې د (اراونډ دي کرکټ) خپرونه کې یې د راشد خان په اړه خبرې کولې، وې ویل چې له هغه سره یو ځای د بنګله دېش پریمئیر لیګ کې لوبېدلی و.

نوموړي وویل، راشد خان ورته په نیټ کې توپ اچونه کوله او هغه وخت زه په دې پوه شوم، چې راشد خان یو داسې څوک دی چې تر نورو ډېر بدل دی.

عماد وسیم د راشد خان په اړه دا هم وویل، چې کله په ۲۰۱۹ کال نړیوال جام کې پاکستان او افغانستان لوبه وه، نو د راشد خان توپوهنه یې نه شو وهلی.

۳۲ کلن عماد وسیم همدا راز وویل، چې زه راشد خان ته ډېر درناوی لرم، هغه زما یو ډېر ښه ملګری دی، خو زه فکر کوم چې ټول به ماسره دا خبره ومني، چې راشد خان یو تر ټولو سخت بالر دی.

د یادولو وړ ده چې راتلونکی نړیوال شل اوریز جام چې په روانه میاشت کې پیلېږي، افغانستان او پاکستان لوبډلې به د اکتوبر په ۲۹مه نېټه له یو بل سره مخامخ شي.

دا هم ولولئ

میتیو هیډن پر اسټرالیایي لوبغاړو سختې نېوکې کړي دي

میتیو هیډن د پاکستان د سفر پر مهال د اسټرالیا کرکټ لوبډلې د یوه ورځنیو …