کورپاڼه / جالب / آیا ښي لاسي کسان ډېر عمر ژوند کوي او که کیڼ لاسي؟

آیا ښي لاسي کسان ډېر عمر ژوند کوي او که کیڼ لاسي؟

د امریکا د کیلیفورنیا پوهنتون استاد ډاکتر ډیانا هالپرن او د کولمبا د پوهنتون استاد ډاکتر سټینلی کورین په ۱۹۸۹ کال یوه څېړنه ترسره کړې او له پایلو یې موندلې وه، هغه کسان چې له کیڼ لاس څخه کاز اخلي د هغوی عمر کم وي.

خو په ۱۹۸۹ کال د وینکوور د یوې سروې کوونکې ادارې مشر ډاکټر میکس انډرسن له څېړنو وروسته معلومه شوه، هغه کسان چې په کیڼ لاس کار کوي د هغوی عمر ډېر وي.

بیا په ۱۹۹۲ کال د ماشومانو د یو روغتون (ارکنساس) یوه ډاکتر چارلس ګراهام او د هغه ملګرو په دې تړاو څېړنه ترسره کړه، چې هغوی د مړینې لاملونه څرګند کړل.

هغوی ویلي دي، هغه کسان چې په کیڼ لاس سره کار کوي د هغوی د مړینې لاملونه طبیعي نه وي، بلکې په نړۍ اکثریت د ښي لاس کسان له ډېرو پېښو سره مخ کېږي، چې ځینې یې خطرناک هم وي.

بل لوري ته د کیڼ لاسو بدبختي دلته ده، کله شرکتونه آلې او نور وسایل جوړوي نو ښي لاسي یې په ذهن کې وي او همدا سبب دی چې بیا د همدې آلو او وسایلو له امله اغېزمن کېږي او ښایي ژوند له لاسه ورکړي.

دا هم ولولئ

آیا د مړینې پر مهال ټولې خاطرې په دماغو کې تکراریږي؟

ساینسپوهانو د مړینې پر مهال د یوه شخص دماغي فعالیتونه تر څېړنې لاندې نېولي او …