کورپاڼه / کرکټ / ټیم پین، پیټرسن ته: ته پرېږده چې لوبغاړي خپله وغږیږي

ټیم پین، پیټرسن ته: ته پرېږده چې لوبغاړي خپله وغږیږي

وروسته له هغې چې د انګلستان کرکټ ملي لوبډلې پخواني لوبډلمشر کیون پیټرسن استرالیا ته په تګ غبرګون وښوده او ویې ویل که چېرته دا زه هم شم په دې شرایطو استرالیا ته نه ځم.

نوموړي ویلي ول، په شرایط دې آسانه کړل او لوبغاړو ته دې له کورنۍ سره اجازه ورکړل شي، که چېرته دا ډول شرایط وي نو که زه هم شم، استرالیا ته تلل نه غواړم.

د استرالیا د ټیسټ لوبو لوبډلمشر ټیم پین پیټرسن ته په ځواب کې ویلي، پیټرسن د نړۍ د هرې ستونزې حل لري، نو که څوک ستونزه لري، له نوموړي دې پوښتنه وکړي او بیا یې ځانته مخاطب کړی چې ته پرېږده چې لوبغاړي خپله وغږیږي.

د یادولو وړ ده، چې په استرالیا کې له کرونا څخه د خونديتوب لپاره سخت شرایط ټاکل شوی، څوارلس ورځې به کرنتین تېروي او لوبغاړو سره له کورنۍ اجازه هم نه ورکول کېږي، بله خوا انګلستاني لوبغاړي له دا ډول چاپیریال او شرایطو نور ستړي شوي دي.

له دې وړاندې هم ټیم پین د انګلستان کرکټ ملي لوبډلمشر جو روټ ته په ځواب کې ویلي ول، که ته راځې یا نه راځې د ایشیز ټیسټ لوبلړۍ به ترسره کېږي.

دا هم ولولئ

میتیو هیډن پر اسټرالیایي لوبغاړو سختې نېوکې کړي دي

میتیو هیډن د پاکستان د سفر پر مهال د اسټرالیا کرکټ لوبډلې د یوه ورځنیو …