کورپاڼه / جالب / ولې د ځینو میرمنو یوازې ښځینه اولادونه کېږي؟

ولې د ځینو میرمنو یوازې ښځینه اولادونه کېږي؟

د حمل خوښي د ښځو او نارینه وو لپاره له حده زیاته وي او دواړه په خپل حساب د راتلونکې ماشوم لپاره چمتوالي نیسي، خو د حمل پرمهال ښځو ته د ډېر احتیاط کولو ویل کېږي، ځکه چې دا وخت د ښځو بدن له ډېرو بدلونونو څخه ډېرې او ځینې وخت یې بدن د بدلونونو قبلولو ته تیار نه وي بلکې یو څه وخت ته اړتیا وي.

دغه راز لور د خدای تعالی لوی رحمت وي او د خوښۍ او خوشحالۍ سبب کېږي. آیا کله مو فکر کړی چې د ځینو جوړو اولادونه ولې یوازې ښځینه وي؟ راځئ چې نن یې په اړه ساینسي څېړنې ولولو.

د ځینو میرمنو په بدن کې په طبیعي ډول د ایکس کروموزمونه ډېر وي او کله چې هغه حامله شي نو بدن یې د ایکس کروموزم قبلوي او همدا لامل وي چې ښځینه اولادونه یې کېږي. د ښځو لپاره د لورګانو پیدا کېدل ځکه ستونزمن وي، ځکه چې د ځان په څېر بشپړ خواص یې له یو بدن څخه بل ته انتقالېږي، چې ډېرې انرژۍ او پیاوړتیا ته اړتیا لري.

بل لوري ته د ځینو میرمنو ځکه یوازې نارینه اولادونو کېږي، ځکه چې په بدن کې یې د ایکس کروموزمونه نارمل وي او له حمل څخه وړاندې یې بدن د ایکس کروموزم قبلوي، چې بیا یې په امتزاج سره نارینه اولادونه کېږي.

هغه ښځې چې یو ډول اولادونو پیدا کوي، دا ډول ښځې په بدني ډول یو څه کمزوري وي او هغه ښځې چې هم نارینه او هم ښځینه اولادونه زېږوي، هغوی ډېرې پیاوړي وي.

دا هم ولولئ

آیا د مړینې پر مهال ټولې خاطرې په دماغو کې تکراریږي؟

ساینسپوهانو د مړینې پر مهال د یوه شخص دماغي فعالیتونه تر څېړنې لاندې نېولي او …