کورپاڼه / بېلا بېل / هغه شخص چې هره ورځ د پنځه وخت لمونځ لپاره په اوبو کې جومات ته ځي

هغه شخص چې هره ورځ د پنځه وخت لمونځ لپاره په اوبو کې جومات ته ځي

موږ ټول دومره لټ اموخته شوي یو چې په ورځ کې پنځه ځلې د لمونځ لپاره جومات ته تګ راته ستونزمن وي او ځینې خو په کور کې هم لمونځ نه کوي، خو نن ورځ د یوه داسې شخص په اړه غږیږو چې هغه هره ورځ په سمندر کې له لامبو وهلو وروسته پنځه وخت لمونځ لمونځ کوي.

د بنګله دېش په یوه کلي سیلاب راغلی و، چې بیا یې ټول کلی لاندې کړ او نږدې چېرته جومات هم نه و، نو د جومات امام هره ورځ پنځه وخت په سمندر کې په لامبو وهلو جومات ته ځان رسوي او هلته آذان او جماعت ورکوي.

د جومات امام وایي، له دې وړاندې چې سیلاب نه و راغلی جومات ته تګ آسانه و، خو اوس ځمکنۍ لارې ختم وي دي، نو ځکه هره ورځ په اوبو کې اوړم او کله چې راته کښتۍ پیدا شي نو په هغې کې کېنم او جومات ته ځان رسوم.

په داسې حالاتو کې مخکې تلل او د لمونځ لپاره تګ ستونزمن وي، نو چې زه کولی شم چې راشم نو بیا ولې بهانه وکړم، الله تعالی خو د مرګ په بستر هم د لمونځ حکم کړی دی، نو یو ژوندی او روغ انسان به څنګه لمونځ نه کوي.

هغه وایي چې کور یې سیلاب خراب کړ، هغه د شپې جومات کې پاتې کېږي ترڅو د سهار آذان وکړي، بچي تر دوه ورځو وږي وي او کله چې کوم چاته نکاح تړم نو هغوی یو څه روپۍ راکړي او بچیانو ته ډوډۍ یوسم.

دا هم ولولئ

غني خان او مولانا محمد یوسف

مولانا محمد یوسف: غني خان د الله ولي و

د خېبر پښتونخوا مشهور مولانا محمد یوسف بونېری وايي، چې د پښتو ژبې مشهور شاعر …