کورپاڼه / خبرونه / لیونل میسي له لوټ لېدو څخه وژغورل شو

لیونل میسي له لوټ لېدو څخه وژغورل شو

د فوټبال د نړۍ مشهور لوبغاړی او شتمن شخص لیونل میسي د پاریس په یوه پنځه ستوریز هوټل کې له لوټ کېدو څخه وژغورل شو.

د بهرنیو رسنیو د راپور پر اساس ویل کېږي، چې لیونل میسي د فرانسې د پلازمینې په یو هوټل کې د خپلې کورنۍ سره استوګن و، چې په همدې هوټل کې غلو څلور کوټې په بشپړ ډول لوټ کړې.

د بریتانیوي رسنیو د راپور پر اساس ویل کېږي، چې غله د پارس پنځه ستوریز هوټل ته د بالکونۍ په مرسته هلته شوي ول او هلته یې یې له څلور کوټو څخه قیمتي شیان غلا کړل او وتښتېدل.

لیونل میسي هم تېره میاشت په همدې هوټل کې له خپلې میرمنې او دریو اولادونو سره استوګنه و، خو د هغه بخت ځکه ښه و، چې غلو د هغوی منزل ته پام نه و.

د یادولو وړ ده لیونل میسي، چې څه موده وړاندې یې د بارسلونا کلب سره مخه ښه وکړه او تېر کال د فوټبال د نړۍ ترټولو شتمن لوبغاړی و، سږ په دویم مقام کې ځای لري

دا هم ولولئ

پاکستانۍ نجلۍ، راشد ته: ته روان یې، مه ځه کنه

دا مهال د پاکستان سوپر لیګ سیالۍ وروستي پړاو ته رسېدلي او نن یې د …