کورپاڼه / خبرونه / د ایکسپو په نړیوال نندارتون کې هم د افغانستان ځای خالي و

د ایکسپو په نړیوال نندارتون کې هم د افغانستان ځای خالي و

د دوبۍ ۲۰۲۰ ایکسپو نړیوال نندارتون د تېرې پنجشنبې په ورځ پرانیستل شو، چې د افغانستان درې رنګه بیرغ پکې ورپول شو، خو ځای د خلکو پرمخ تړلی او خالي و

د راپورونو پر اساس ویل کېږي، چې د دوبۍ په ایکسپو نړیوال نندارتون کې افغانستان ته هم ځای ورکړل شوی، چې له بدبخته د خلکو ترمخ تړلی شوی او خالي و.

د رسنیو د راپورونو پر اساس ویل کېږي، چې د دوبۍ ایکسپو نندارتون ننداتونونه د جمعې په ورځ پرانیستل شو، خو د افغانستان په استازیتوب پکې هیچا ګډون نه درلود.

دغه راز دا هم ویل کېږي چې په دې نندارتون کې له تېرو څو اوونیو راهیسې څوک نه دي لېدل شوي، خو بل لوري ته دا هم ویل کېږي چې د افغانستان د نندارتون برخه لا پرانیستل کېدو ته چمتو شوې نه ده.

دا په داسې حال کې چې په دې نندارتون کې د افغانستان تېر نظام ته برخه ورکړل شوې وه، خو د تېر نظام تر پرزېدو وروسته دغه ځای تش پاتې شو.

دا هم ولولئ

پاکستانۍ نجلۍ، راشد ته: ته روان یې، مه ځه کنه

دا مهال د پاکستان سوپر لیګ سیالۍ وروستي پړاو ته رسېدلي او نن یې د …