کورپاڼه / ساينس او ټېکنالوژي / د برازیل یوې اته کلنې انجلۍ د کوچنۍ ستور پېژندونکي په توګه ریکارډ جوړ کړ

د برازیل یوې اته کلنې انجلۍ د کوچنۍ ستور پېژندونکي په توګه ریکارډ جوړ کړ

نړۍ له ګڼ شمېر استعدادونو ډک ده او هره ورځ په ټولنیزو رسنیو کې داسې اشخاص په اړه راپورونه خپرېږي او د نړیوالو ریکارډونو په اړه یې خبر ورکول کېږي.

د برازیل د فورټالیزا ښار اوسیدونکې اته کلنه نکول اولیویرا (Nicole Oliveira) په نړۍ کې د کم عمره ستور پېژندونکې کېدو ویاړ په خپل نوم کړ.

د رسنیو د راپورونو پر وینا ویل کېږي، نکول د ناسا ادارې سره سره تړلي پروګرام کې ګډون وکړ او د ایسټراییډز یعنې د سیارو لټون یې پیل کړ.

راپورونه زیاتوي چې اته کلنې نکول اولیویرا د ستور پېژندنې د نړیوالې ادارې پروګرام کې له شاملېدو وروسته تر اوسه پورې اتلس کوچنۍ سیارې موندلې دي.

ناسا خپل دې پروګرام ته د ایسټراییډ هنټرز (Asteroid Hunters) نوم ور کړی دی، چې له دې پروګرام څخه موخه داده ترڅو ځوانانو ته په کایناتو کې د موندنو په برخه کې مرسته وکړي او ساینس ته معرفت پیدا کړي.

دا هم ولولئ

ګوګل کروم د خپلو کاروونکو لپاره درې په زړه پورې ځانګړتیاوې رامنځته کړې

د امریکا د ټیکنالوژۍ لوی شرکت ګوګل د خپلو کاروونکو لپاره په خپل ویب براوزر …