کورپاڼه / خپلواک / په نکاح خط کې له لیکل شوي شرط څخه سرغړاوی خاوند ته ګران تمام شو

په نکاح خط کې له لیکل شوي شرط څخه سرغړاوی خاوند ته ګران تمام شو

په نکاح خط کې له لیکل شوي شرط څخه سرغړاوی خاوند ته ګران تمام شو؛ میرمنې ته د زده کړو اجازې په نه ورکولو سره هغې په محکمه کې د نکاح د لغوه کولو قضیه ثبت کړه.

راپورونه وایي چې په سعودي عربستان کې یوې میرمنې له خپل خاوند څخه په دې د نکاح د لغوه کولو قضیه ثبت کړې، چې هغه ورسره ژمنه نه وه پوره کړې او په نکاح خط کې پر لیکل شوي شرط عمل نه و کړی.

د سبق نیوز د راپور پر اساس د کورنیو چارو وکیل جعفر جمل اللیل ویلي دي، په مکه کې یوې میرمنې د هغه په مرسته د نکاح ختمولو قضیه ثبت کړې. میرمنې ویلي چې د نکاح پر وخت دا شرط ایښودل شوی و، چې خاوند له واده وروسته له زده کړو سره کومه ستونزه لري.

د کورنیو چارو وکیل جعفر په دې اړه ویلي دي چې د کورنیو چارو قانون له مخې په نکاح خط کې لیکل شوو شرطونو باندې باید عمل وشي او هغه څوک چې عمل پرې ونه کړي نو د وعده خلافۍ په جرم کې راځي.

وکیل زیاتوي چې په قانوني توګه د نکاح د ختمولو قضیه هغه وخت دایرېدلی شي، کله چې خاوند په نشه روږدی وي یا له ډېره وخته ورک وي یا سخت اروایي ناروغ وي زیاتی کوي، ډوډۍ او نفقه ورته نه برابروي.

دا هم ولولئ

د سلیمان ساپي د سلیزې پرمټ افغان نولس کلنو زلمیو زمبابوې ته د ۲۶۲ منډو هدف کېښود

د زمبابوې نولس کلنو پر وړاندې د افغانستان ۱۹ کلنو ځوانانو لوبډلې په ځانګړي توګه …