کورپاڼه / ساينس او ټېکنالوژي / په نږدې وخت کې به انستاګرام میسنجر سره یوځای شي

په نږدې وخت کې به انستاګرام میسنجر سره یوځای شي

د ټولنیزو رسنیو ترټولو مشهورې ویبپاڼې فیسبوک د خپلو پلیټ فارمونو د یوځای کولو لپاره یو بل ګام هم واخیست او انستاګرام هم یوه نوې ځانګړنه واچ ټو ګیدر رامنځته کړی.

د بهرنیو رسنیو د راپور پر اساس ویل کېږي، چې د ټولنیزو رسنیو لویې ویبپاڼې فیسبوک، انستاګرام او میسنجر کې د چیټ سیستمونو د یو ځای کولو پر لور یو بل مهم پرمختګ وکړ.

تېر کال میسنجر او انستاګرام کې د کراس میسج کولو ځانګړنه رامنځته شوې وه او اوس د کراس ایپ ګروپ چټ ځانګړنه یې هم وړاندې کړه، یعنې اوس د میسنجر او انستاګرام په نښلولو سره د ګروپ چټ کول ممکن دي.

په دې ډول به میسنجر د سټایل پولز ته هم د انستاګرام ډایریکټ میسنجر او کراس ایپ ګروپ چټ برخه جوړه شي او له دې پرته انستاګرام هم یوه نوې ځانګړنه واچ ټو ګیدر هم معرفې شوی دی.

ددې ځانګړنې د استعمالولو لپاره په انستاګرام کې د ویډیو چټ په پیلولو سره له چاسره چې شیر کول غواړئ هغه به وټاکئ او په شیر بټن به کلیک وکړئ.

دا هم ولولئ

ګوګل کروم د خپلو کاروونکو لپاره درې په زړه پورې ځانګړتیاوې رامنځته کړې

د امریکا د ټیکنالوژۍ لوی شرکت ګوګل د خپلو کاروونکو لپاره په خپل ویب براوزر …