کورپاڼه / تجارتي ليګونه / ممبۍ انډینز، ډهلي ته د ۱۳۰ منډو هدف کېښود

ممبۍ انډینز، ډهلي ته د ۱۳۰ منډو هدف کېښود

ممبۍ انډینز لوبډله یو ځل بیا په توپ وهنه کې له سختو ستونزو سره مخ شوه او ډهلي ته یې د ۱۳۰ منډو هدف وټاکه.

هند تجارتي ليګ یا ای پي ایل ۴۶مه لوبه د ممبۍ انډینز او ډهلي کپیټلز لوبډلو ترمنځ په دوبۍ نړیوال لوبغالي کې ترسره کېږي، چې ډهلي د پچې تر ګټلو وروسته د توپ اچونې پرېکړه وکړه.

ممبۍ انډینز په ټاکلو ۲۰ اورونو کې د ۸ لوبغاړو په سوځېدو ۱۲۹ منډې وکړې، چې له ډلې يې سوریا کمار یادیو ۳۳ او کوانټن ډیکاک ۱۹ ترټولو زیاتې منډې وکړې.

د ډهلي کپیټلز له لورې عویش خان او اکشر پټیل په توپ اچونه کې ښه وځلېده او درې-درې لوبغاړي یې وسوځول. دغه راز انریچ نورتجي او اشوین دوه-دوه ویکټې ترلاسه کړه.

د یادولو وړ ده چې ډهلي کپیټلز لوبډله د پلی آف سیالیو ته لار موندلې ده، خو ممبۍ انډینز د ۱۰ نمرو په لرلو سره شپږم مقام لري.

دا هم ولولئ

میتیو هیډن پر اسټرالیایي لوبغاړو سختې نېوکې کړي دي

میتیو هیډن د پاکستان د سفر پر مهال د اسټرالیا کرکټ لوبډلې د یوه ورځنیو …