کورپاڼه / ساينس او ټېکنالوژي / د ډیناسور اویا میلونه کاله پخوانی نوی نسل موندل شوی

د ډیناسور اویا میلونه کاله پخوانی نوی نسل موندل شوی

د راپورونو له مخې ویل کېږي چې په دې وروستیو کې په یوه حیرانوونکې موندنه کې، چې په برازیل کې د ساینسپوهانو لخوا ترسره شوه، اویا میلونه کاله پخواني ډیناسور پاتې شوني موندل شوي.

راپور زیاتوي چې د ډیناسور دغه نوی نسل په برازیل کې موندل شوی او دا ډیناسور اویا میلونه کاله وړاندې د امریکا په سویل ختیځه سیمه کې ګرځېدل.

لرغون پېژندونکو د ډیناسور ددغه نوي نسل پاتې شونو ته د کوروپي ایټاټا نوم ورکړی دی. دغه سیمه د ډیناسور د پاتې شونو د موندلو لپاره ترټولو مشهوره سیمه ده.

د لرغون پېژندونکو ډلې مشر ډاکتر فابیانو ویډایي رسنیو ته ویلي دي، چې د کوروپي ایټاټا نسل په اصل کې د ټیټراپوډ ډیناسور نماینده ګي کوي. دا نسل د دوه پښو لرونکي ښکار کوونکو یو ګروپ دی.

لرغون پېژندونکو موندنو ته په کتو ویلي چې دا ډیناسور شپاړس فوټه اوږد ول او ملا د تیر او لاندې برخې اسکلیټ له څېړلو وروسته معلومه شوه چې دغه ډیناسور د منډې لپاره ډېر ښه جوړ شوي دي.

دا هم ولولئ

ګوګل کروم د خپلو کاروونکو لپاره درې په زړه پورې ځانګړتیاوې رامنځته کړې

د امریکا د ټیکنالوژۍ لوی شرکت ګوګل د خپلو کاروونکو لپاره په خپل ویب براوزر …