کورپاڼه / تجارتي ليګونه / ممبۍ انډینز له ډهلي کپیټلز لوبډلې هم ماتې وخوړه

ممبۍ انډینز له ډهلي کپیټلز لوبډلې هم ماتې وخوړه

ممبۍ انډینز لوبډله لاهم په ستونزو کې ده او د دویم پړاو لوبې ورپسې ښې نه دي لاړې او نن له ډهلي هم ماتې وخوړه، خو لا یې هم د بل پړاو لپاره هیلې ژوندۍ دي.

هند تجارتي ليګ یا ای پي ایل ۴۶مه لوبه د ممبۍ انډینز او ډهلي کپیټلز لوبډلو ترمنځ په دوبۍ نړیوال لوبغالي کې ترسره شوه، چې ډهلي د پچې تر ګټلو وروسته د توپ اچونې پرېکړه وکړه.

ممبۍ انډینز په ټاکلو ۲۰ اورونو کې د ۸ لوبغاړو په سوځېدو ۱۲۹ منډې وکړې، چې له ډلې يې سوریا کمار یادیو ۳۳ او کوانټن ډیکاک ۱۹ ترټولو زیاتې منډې وکړې.

د ډهلي کپیټلز له لورې عویش خان او اکشر پټیل په توپ اچونه کې ښه وځلېده او درې-درې لوبغاړي یې وسوځول. دغه راز انریچ نورتجي او اشوین دوه-دوه ویکټې ترلاسه کړه.

ډهلي کپیټلز د ۱۳۰ منډو هدف په وروستي اور کې د ۶ ویکټو په زیان پوره کړ او ممبۍ ته یې په څلور ویکټو ماتې ورکړه، چې ریشب پنټ ۲۶ او شریاس ایر ۳۳ ناسوځېدلې منډې وکړې. د ممبۍ لپاره ترینټ بولټ، بومرا، جاینت یادیو، کورنال پانډیا او کولتر نیل یوه-یوه ویکټ ترلاسه کړه.

دا هم ولولئ

میتیو هیډن پر اسټرالیایي لوبغاړو سختې نېوکې کړي دي

میتیو هیډن د پاکستان د سفر پر مهال د اسټرالیا کرکټ لوبډلې د یوه ورځنیو …