کورپاڼه / ريکارډونه / ډهوني په آی پي اېل کې یو بل ریکارډ هم پخپل نوم کړ

ډهوني په آی پي اېل کې یو بل ریکارډ هم پخپل نوم کړ

د هند کرکټ ملي لوبډلې پخوانی او په آی پي اېل لیګ کې د چینای سوپر کینګز لوبډلې اوسني لوبډلمشر مهیندر سینګ ډهوني په آی پي اېل کې یو بل ریکارډ هم پخپل نوم کړ.

مهیندر سینګ ډهوني لومړی لوبغاړی شو، چې په آی پي اېل کې د ډېرو لوبو لوبډلمشري کوي، هغه په یاد لیګ کې د ۲۰۰ لوبو لوبډلمشرۍ په کولو لومړنی مقام خپل کړ.

له نوموړي وروسته په دویم مقام کې ویرات کوهلي ځای لري، هغه د آی پي اېل په ۱۳۶ لوبو کې لوبډلمشرې کړې ده او په دریم مقام کې د هند پخواني پیلیز توپ وهونکی ګواتم ګمبیر ځای لري هغه په ۱۲۹ لوبو کې لوبډلمشري کړې ده.

دغه راز په څلورم مقام کې د هند بل اوسني پیلیز توپ وهونکی او د ممبۍ انډینز لوبډلې لوبډلمشر ځای لري، هغه په ۱۲۷ لوبو کې لوبډلمشري کړې ده او پنځم مقام د استرالیا پخواني لوبغاړي آدم ګیل کریسټ سره ده، هغه په آی پي اېل د ۷۴ لوبو لوبډلمشري کړې ده.

د یادولو وړ ده، چې مهیندر سینګ ډهوني یو له ډېرو غوره لوبډلمشرانو څخه دی، هغه اوسمهال هم د چینای سوپر کینګز مشري پر غاړه لري او لوبډلې یې بل پړاو ته لار موندلې ده.

دا هم ولولئ

میتیو هیډن پر اسټرالیایي لوبغاړو سختې نېوکې کړي دي

میتیو هیډن د پاکستان د سفر پر مهال د اسټرالیا کرکټ لوبډلې د یوه ورځنیو …