کورپاڼه / خبرونه / د کرکټ نړیوالې شورا په نړیوال جام کې لوبېدونکو لوبډلو ته شپږ ورځې نور وخت هم ورکړ

د کرکټ نړیوالې شورا په نړیوال جام کې لوبېدونکو لوبډلو ته شپږ ورځې نور وخت هم ورکړ

د کرکټ نړیوالې شورا په نړیوال جام کې لوبېدونکو لوبډلو ته شپږ ورځې نور وخت هم ورکړ، ترڅو پخپلو لوبډلو کې ادلون، بدلون راولي او د نهایي لوبډلې نوملړ ورته وسپاري.

دا په داسې حال کې ده، چې د آی سي سي له لورې له دې وړاندې د اکتوبر تر لسمې نېټې پورې اجازه ورکړل شوې وه، چې په نړیوال شل اوریز جام کې لوبېدونکې لوبډلې خپل سکواډ کې تغیرات راولي.

خو اوس ویل کېږي چې آی سي سي شپږ ورځې نورې هم ور اضافه کړې او هره لوبډله کولی شي چې د اکتوبر تر شپاړسمې نېټې پورې په خپل سکواډ کې ادلون، بدلون رامنځته کړي.

افغان لوبډلې هم د نړیوال جام لپاره خپله شل کسیزه لوبډله اعلان کړې، چې اتل یې د لوبډلې برخه او دوه یې بیا احتیاطي لوبغاړي دي، چې دا کرکټ نړیوالې شورا له اصولو سره برابره نه ګڼل کېږي.

ځکه یاد جام ته باید داسې لوبډله باید اعلان شي چې پنځلس تنه د لوبډلې برخه وي او درې تنه لوبغاړي به احتیاطي وي. لکه څنګه چې افغان لوبډله ځینې لوبغاړي شل اوریزو لوبو ته جوړ نه دي ښایي له لوبډلې کېنول شي.

دا هم ولولئ

میتیو هیډن پر اسټرالیایي لوبغاړو سختې نېوکې کړي دي

میتیو هیډن د پاکستان د سفر پر مهال د اسټرالیا کرکټ لوبډلې د یوه ورځنیو …