کورپاڼه / تجارتي ليګونه / چینای سوپر کینګز لوبډلې راجستان ته د ۱۹۰ منډو هدف وټاکه

چینای سوپر کینګز لوبډلې راجستان ته د ۱۹۰ منډو هدف وټاکه

د چینای سوپر کینګز لوبډلې پیلیز توپ وهونکي رتوراج ګیکواډ یو ځل بیا ښه توپ وهنه وکړه او د ۱۰۱ ناسوځېدلو منډو پرمټ یې د راجستان لوبډلې د ۱۹۰ منډو هدف وټاکه

هند تجارتي ليګ یا ای پي ایل ۴۷مه لوبه د چینای سوپر کینګز او راجستان رایلز لوبډلو ترمنځ په شیخ زاید کرکټ لوبغالي کې ترسره کېږي، چې راجستان د پچې تر ګټلو وروسته د توپ اچونې پرېکړه وکړه.

چینای سوپر کینګز په ټاکلو ۲۰ اورونو کې د ۴ لوبغاړو په سوځېدو ۱۸۹ منډې وکړې، چې له ډلې يې رتوراج ګیکواډ ۱۰۱ ناسوځېدلې او رویندرا جدیجا ۳۲ ترټولو زیاتې منډې وکړې.

د راجستان رایلز له لورې په توپ اچونه کې راهول ټویټا ښه وځلېده او درې لوبغاړي یې وسوځول. دغه راز چیتن ساکریا بیا یوازې یوه ویکټ ترلاسه کړه.

د یادولو وړ ده چې چینای سوپر کینګز لوبډله له وړاندې د پلی آف سیالیو ته لار موندلې ده، خو د راجستان رایلز لوبډله بیا د اته نمرو په لرو سره اووم مقام لري، که چېرته دغه لوبه بایلي نو بل پړاو ته یې د وتلو هیڅ امکان نه پاتې کېږي.

دا هم ولولئ

میتیو هیډن پر اسټرالیایي لوبغاړو سختې نېوکې کړي دي

میتیو هیډن د پاکستان د سفر پر مهال د اسټرالیا کرکټ لوبډلې د یوه ورځنیو …