کورپاڼه / روغتيا / د کافي حیرانوونکې روغتیایي ګټې

د کافي حیرانوونکې روغتیایي ګټې

ډېر شمېر خلک د چایو په پرتله کافي ته ډېر ارزښت ورکوي او ددې لپاره چې په سهار کې یې طبیعت برابر وي له کافي څخه ګټه پورته کوي، خو ځینې کسان بیا ترې ډېره استفاده کوي او د منفي او مثبتو اغېزو څخه یې ناخبره وي.

روغتیایي کارپوهان د کافي په اړه وایي چې، د کافینو په لږې کچې سره هره ورځ د شپږ پیالو کافي استعمال د انسان بدن او طبیعت لپاره ګټور وي او تازه یې ساتي.

دغه راز دا هم ویل کېږي چې د کافي د مثبتو اغېزو په سبب په دې توکي کې موندل کيدونکی ترټولو مهم جز کافین دي، چې د بېلابېلو څېړنو له مخې مثبتې اغېزې منل شوي دي.

روغتیا پالان په دې اړه وایي چې په کافي کې د کافینو شتون په وینه کې د اینډرلین هورمون (هغه هورمون چې بدن د کار او فعالیت لپاره اماده کوي) په کچه او فعالیت کې ډېروالی راولي.

سره له دې چې کافي د سر دردۍ او طبیعت لپاره هم مثبتې اغېزې لري، چاغې یا وازده لرونکې حجرې هم ماتوي او د بدن لپاره یې د سون توکو په ډول په استعمال کې مرستندویه تمامېږي.

دا هم ولولئ

د وریو د وینې کېدو لامل څه کېدای شي؟

د وریو د وینې کېدو ستونزه د هر عمر لرونکي شخص سره واقع کېدای شي، …