کورپاڼه / ريکارډونه / د کرکټ ښکلې لوبغاړې الیس پیري یو نوی ریکارډ جوړ کړ

د کرکټ ښکلې لوبغاړې الیس پیري یو نوی ریکارډ جوړ کړ

د اسټرالیا ښځینه کرکټ ملي لوبډلې ښکلې او مخکښې الراونډرې لوبغاړي الیس پیري په نړیوال کرکټ ۵۰۰۰ منډو او ۳۰۰ ویکټو ته ځان ورساوه.

الیس پیري، چې له ډېرې مودې راهیسې له لوبډلې لېرې وه او د ټپونو په سبب یې دمه اخیستې وه، په بیا راتګ سره یې ریکارډ جوړ کړی او لومړنۍ ښځینه لوبغاړې شوه چې په نړیوال کرکټ کې ۵۰۰۰ منډې جوړوي او ۳۰۰ ویکټې اخلي.

نوموړې په ښي لاس توپ وهنه او چټکه توپ اچونه کوي. هغې د استرالیا لپاره د کرکټ ترڅنګ د فوټبال لوبې هم کړي دي او لومړنۍ ښځینه لوبغاړې دی چې په شل اوریزو لوبو کې ۱۰۰۰ منډې او ۱۰۰ ویکټې یې اخیستي دي.

الیس پیري، چې اوسمهال دیرش کاله عمر لري، په درې فارمټونه کې ښه ځلېدلې ده او یاد ریکارډ ته یې په درې واړه فارمټونو کې په دې وروستیو کې د هند پر وړاندې په ټیسټ لوبه کې ورساوه.

هغې په ۲۰۰۷ کال د استرالیا لپاره کرکټ پیل کړ، یو اعشاریه شپږ اویا سانتي میتره لوړ قد لري او په یوه ورځنۍ او شل اوریزو لوبو کې د شرټ نمبر ۸ دی.

دا هم ولولئ

میتیو هیډن پر اسټرالیایي لوبغاړو سختې نېوکې کړي دي

میتیو هیډن د پاکستان د سفر پر مهال د اسټرالیا کرکټ لوبډلې د یوه ورځنیو …