کورپاڼه / ساينس او ټېکنالوژي / یوه داسې خولۍ جوړه شوې چې د خوب پرمهال دماغ له فاسدو مادو پاکوي

یوه داسې خولۍ جوړه شوې چې د خوب پرمهال دماغ له فاسدو مادو پاکوي

د امریکا پوځ د یوې داسې خولۍ د جوړولو لپاره ۲.۸ میلونه ځانګړي کړي چې د خوب پرمهال نه یوازې د پوځیانو دماغي فعالیتونه څاري، بلکې په دماغو کې راټولې شې فایدې مادې هم پاکوي.

د یادولو وړ ده چې تر اوسه پورې له بېلابېلو څېړنو څخه معلومه شوې، چې کله موږ وېده یو نو په دې دوران کې یو طبیعي سیستم زموږ دماغ له فاسدو مادو څخه پاکوي.

ددې څېړنې د پرمختګ او د جنګ په میدان کې د امریکایي پوځیان د دماغي روغتیا د ښه والي لپاره پڼټاګون د هیوسټن پوهنتون ساینسپوهانو ته مسولیت سپارلی دی. موږ ټول په دې هم پوهېږو چې د (ایم آر آی) ماشینونو په مرسته نه یوازې د دماغو د داخلي برخو عکس لاسته راځي بلکې د مقناطیسي ځواک په مرسته د دماغو پاکول هم ممکن دي.

خو یاد ماشین د ډېر وزن لرونکي او له یو ځای څخه بل ځای ته وړل یې ستونزمن وي او د رایس پوهنتون ساینسپوهانو د امریکایي پوځیانو لپاره داسې خولۍ جوړې کړي چې ډېرې سپکې او نرمې دي.

که څه هم دا د ایم ار آی ماشین نه دی خو په دماغو کې بریښنا مقناطیسي ډګر څاري او بدلون پکې راوستلی شي او له دماغو د فاسدو مادو په پاکولو کې مرسته کوي. دا خولۍ د (نیورو ماډیولیشن ډیوایس) په نوم یادېږي او په یو وخت له ډېرو ټیکنالوژیو پکې ګټه اخیستل شوې.

دا هم ولولئ

ګوګل کروم د خپلو کاروونکو لپاره درې په زړه پورې ځانګړتیاوې رامنځته کړې

د امریکا د ټیکنالوژۍ لوی شرکت ګوګل د خپلو کاروونکو لپاره په خپل ویب براوزر …