کورپاڼه / خپلواک / نجيب ځدراڼ کرکټ ته چا راوستى؟
نجيب الله ځدراڼ ١

نجيب ځدراڼ کرکټ ته چا راوستى؟

خپلواک وېبپاڼه (٢٩ اګست ٢٠١٩): د افغانستان کرکټ ملي لوبډلې تکړه توپوهونکى نجيب الله ځدراڼ چې د لوګر اوسېدونکى دى، له ماشومتوبه له کرکټ سره علاقه لري، چې اوس د ملي لوبډلې په مډل ارډر توپوهونکو کې يو مخکښ توپوهونکى دى.

نوموړى کرکټ ته د راتګ په اړه وايي، چې ٢٠٠٦ کال و چې هغه به په ټېنس توپ باندې لوبه کوله، هغه مهال کريم صادق په ملي لوبډله کې و او د هغه ستر ارمان و چې له نږدې ورسره وويني، خو بيا په يوه ټېنس لوبه کې ورسره مخامخ شو او نجيب الله ځدراڼ بيا په کريم صادق باندې څو شپږيزې هم ووهلې.

نجيب وايي چې وروسته يې بيا له کريم صادق سره وليدل او هغه ورته وويل، چې ډېر ښه استعداد لري او چون ټېنس توپ باندې لوبه کول هېڅ راتلونکى نه لري، نو هارډ بال باندې دې توپوهنه پيل کړي.

هغه زياتوي، چې وروسته کريم صادق د هغه پلار سره هم وليدل او د خپل پلار او مشر ورور په اجازه بيا کرکټ اکاډمۍ ته لاړ، چې يو کال کرکټ يې هلته وکړ او له هغه وروسته د ١٥ کلنو ځوانانو لوبډلې ته انتخاب شو، چې د دغه لوبډلې کپتان هم و، په نيپال کې يې سيالۍ ترسره کړې او ښه پکې وځلېده.

له هغه وروسته نجيب بيا په ١٧ کلنو لوبډله کې انتخاب شو، نوموړى يو ځل بيا د دغه لوبډلې لوبډلمشر وټاکل شو او وايي چې په يادو سياليو کې يې سترې لاسته راوړنې درلودې، همدا لامل و چې له هغه وروسته ملي لوبډلې ته غوره شو، چې تر دې دمه پکې لوبېږي.نجيب الله ځدراڼ ٢

نوموړى وايي، چې کريم صادق، نوروز منګل او خپل مشر ورور کرکټ ته ډېر هڅولى دى او همدا لامل دى چې اوس د افغانستان لپاره په نړيواله کچه لوبېږي.

نوموړى د کرکټ د پيل په اړه وايي، چې کوچنى و له کرکټ سره يې علاقه درلوده، خو مشرانو وروڼو به يې په لوبه کې نه پرېښوده، چې هسې نه په توپ باندې خوږ شي. هغه زياتوي، چې بيا به يې د ويکټ کيپر شاته ودرولم او توپونه به مې راوړل. نوموړى وايي، چې يوه لوبه چې د لويو کسانو سره وه، په اخره کې ټول لوبغاړي وسوځېدل او د بريا لپاره ١٣ منډې پکار وې، چې هغه خپل ورور ته وويل چې دا منډې زه پوره کوم. که څه هم ټولو ويل چې ماشوم دى خوږ به شي، خو زه هغه توپوهنې ته لاړم او هغه لوبه کې مې دوى ته بريا ور په برخه کړه.

نوموړى همدا راز د نړيوالو لوبو په اړه وايي، چې په پيل کې به په پچ باندې چې ولاړ و او لوى شاټونه به يې ونه وهل، نو تنګېده به، خو اوس د پلان سره سمه لوبه کوي او هر وخت چې ورته څه ډول اړتيا وي، د اړتيا تر مخه لوبه کوي.

نوموړى وايي، چې د خوښې پوزيشن يې دويم يا دريم دى، خو کپتان يې تل وروستو راوباسي او وايي چې ستا اړتيا وروسته ډېره ده. هغه همدا راز وايي چې د پيل توپوهونکي په توګه لوبه نه کوم، ځکه چې په پيل کې توپ بېخي نوى وي او په نوي توپ يې تمرينات نه دي کړي.

نوموړي همدا راز زياته کړه، چې د کرکټ بورډ په ډېرو ناستو کې ګډون نه کوي او همدا لامل دى چې د کرکټ بورډ مسوولين ترې په دې خبره خپه هم دي. هغه وايي چې د ناستو په ځاى د خپل کرکټ په اړه ډېر پام کوم او خپل ډېر وخت تمريناتو ته ورکوم.

نجيب ځدراڼ وايي، چې راروانو لوبو ته په کتو باندې تمرينات کوي، که چېرته لوبه يو ورځنۍ وي نو هماغه ډول تمرينات کوي او که شل اوريزه لوبه وي، نو بيا د هغې مطابق تمرينات کوي.نجيب الله ځدراڼ ٣

د خپلې خوښ لوبغاړي په اړه نجيب ځدراڼ وايي، چې د هندۍ لوبډلې سريش راينا يې ډېر خوښېږي او هغه يې نږدې ملګرى هم دى، هر وخت ورسره اړيکه لري او کله چې هم سره دواړه يو ځاى شي، نو بيا د توپوهنې په اړه له يو او بل سره خپلې مشورې هم شريکوي.

د خپل واده په اړه نجيب ځدراڼ وايي، چې څو مياشتې مخکې، د ٢٠١٩ نړيوال جام نه مخکې يې واده کړى دى او خوشحاله ژوند تېروي.

نجيب خپله لومړۍ نړيواله يو ورځنۍ لوبه د ايرلېنډ پر وړاندې په ٢٠١٢ جولاى مياشت کې کړې ده او شل اوريزه نړيواله لوبه يې بيا په ٢٠١٢ سپتمبر مياشت کې د هند پر وړاندې ترسره کړې ده.

نجيب الله ځدراڼ د افغانستان ملي لوبډلې چپ لاسى توپوهونکى دى، چې په مډل ارډر کې توپوهنه کوي، هغه د افغانستان لپاره په ٦٤ يو ورځنيو لوبو کې ګډون کړى دى او ١٥٠٠ منډې يې کړي دي، چې په يوه لوبه کې زياتې منډې يې ١٠٤ ناسوځېدلې دي. همدا راز سټرايک رېټ يې ٩٠.١٤ دى او اوسط ٣٠.٠٠ دى. نوموړي ١ سليزه او ١٠ پنځوسيزې وهلي دي.

د نړيوالو شل اوريزو لوبو په برخه کې يې بيا د افغانستان لپاره ٥٠ شل اوريزې لوبې ترسره کړي دي، چې ٧٦٤ منډې يې کړي دي او ٦٠ ناسوځېدلې منډې يې په يوه لوبه کې تر ټولو زياتې منډې دي. ١٤٠.٩٥ سټرايک رېټ لري او اوسط يې بيا ٣٠.٥٦ دى.

Loading...

دا هم ولولئ

عامر، شکېب، شفق او اظهر الدين

د کرکټ هغه لوبغاړي چې د فساد له امله له بندېز سره مخ شوي

د کرکټ سيالۍ چې نه يوازې ډېر مينه وال لري، بلکې شهرت او پېسې هم …