کورپاڼه / کرکټ / وقار یونس: باوري یم چې په نړیوال جام کې هند ماتولی شو

وقار یونس: باوري یم چې په نړیوال جام کې هند ماتولی شو

د پاکستان کرکټ ملي لوبډلې پخوانی د توپ اچونې روزونکي وقار یونس ویلي دي، باوري یم چې پاکستان به په نړیوال جام کې هند ته ماتې ورکوي، هغه دا خبرې له کریک ویک ویپپاڼې سره په مرکه کې کړي.

وقار یونس دغه څرګندونې په داسې حال کې کوي، چې نړیوال جام ته یوازې ۱۶ ورځې پاتې او پاکستان به په خپله لومړۍ لوبه کې د خپل سخت سیال هند سره مخ شي.

تر دا مهاله په ترسره شوو ټولو نړیوالو جامونو کې پاکستان د هند پر وړاندې ډېر خراب ریکارډ لري او هیڅ نه دی توانېدلی چې هند ته ماتې ورکړي.

خو وقار یونس اوس په دې باور دی چې لوبډله یې دغه ریکارډ ماتوي، هغه ویلي:((زه په بشپړ باور وایم چې که پاکستان لوبډله ښه لوبه وکړي نو هند ته ماته ورکولي، که څه هم دا ستونزمنه ده خو داسې لوبغاړي لرو چې دا ممکنولی شي.))

هغه زیاته کړې ده:((دا يوه ډېره ستره لوبه ده او لکه چې د نړیوال جام لومړۍ لوبه ده نو پر دواړو لوبډلو به فشار وي، د لوبې پیل مهم دی، که موږ همغږي ولرو، لوبه زموږ ده.))

دا هم ولولئ

میتیو هیډن پر اسټرالیایي لوبغاړو سختې نېوکې کړي دي

میتیو هیډن د پاکستان د سفر پر مهال د اسټرالیا کرکټ لوبډلې د یوه ورځنیو …