کورپاڼه / روغتيا / آیا د املوکو له حیرانوونکو روغتیایي ګټو خبر یاست؟

آیا د املوکو له حیرانوونکو روغتیایي ګټو خبر یاست؟

املوک یوه نارنجي رنګه جاپاني مېوه ده، چې د رنګ له مخې ډېره ښکلې او د رومیانو په څېر ښکاري، خو د رنګ له مخې لږ مختلفه ده. په انګلیسۍ کې ورته Persimmon وایي او د لومړي ځل لپاره په چین او جاپان کې موندل شوې وه، نو ځکه ورته تر ډېره جاپاني مېوه هم ویل کېږي.

دا مېوه د ژمي تحفه هم ګڼل کېږي او د افغانستان په ځینو سیمو لکه په ننګرهار کې( چې تېر کال یې له ۲۴ ډولونو څخه پنځه ډوله املوک مارکیټ ته وړاندې کړل) په ډېره ښه توګه مېوه هم کوي.

که چېرته د املوکو د ګټو په اړه خبرې کوو نو د املوکو د قبض ختموونکې ځانګړتیا په سبب د هغه کسانو لپاره ګټوره ګڼل کېږي، چې د قبض ستونزه ولري یا د ځیګر له ناروغیو سره لاس او ګریوان وي.

دغه راز د معدې د ستونزې درملنه هم کوي. ویل کېږي چې په املوکو کې په زیاته اندازه منرالونه شتون لري، چې د هاضمې سیستم په ښه کولو کې مرسته کوي او ترڅنګ یې د نظر د کمزورۍ، د سرطان ناروغۍ او د ګردو د تیږو لپاره هم ګټوره مېوه ګڼل کېږي.

د املوکو په جوړښت کې مختلف غذایي توکي شتون لري، چې د زړه لپاره هم ګټور ګڼل کېږي. د وینې لوړ فشار او شکر هم کنټرولوي. ددې سربېره د دفاعي سیستم په قوي کولو کې هم مرستندویه ثابتېږي او تر ټولو مهمه ګټه یې دا چې ددې مېوې خوړل د وزن د کمولو سبب هم کېږي

دا هم ولولئ

د وریو د وینې کېدو لامل څه کېدای شي؟

د وریو د وینې کېدو ستونزه د هر عمر لرونکي شخص سره واقع کېدای شي، …