کورپاڼه / کرکټ / د میکسویل ترټولو لومړنی انتخاب راشد خان دی

د میکسویل ترټولو لومړنی انتخاب راشد خان دی

د استرالیا کرکټ ملي لوبډلې الراونډر لوبغاړي ګلېن میکسویل د شل اوریزو لوبو د پنځو هغه لوبغاړو نومونه په ډاګه کړل چې هغه یې پخپله لوبډله کې لوبول غواړي.

د کرکټ نړیوالې شورا د ویبپاڼې د راپور پر اساس، له ګلېن میکسویل څخه پوښتنه وشوه چې د هغه لوبغاړو نومونه واخله چې په لوبډله یې غواړې، چې هغه پنځه لوبغاړي چې یو یې ورو توپ اچونکی، دوه یې الراونډران، یو یې ویکټ ساتونکی او بل بیا چټک توپ اچونکی دی.

میکسویل په لومړي سر کې د راشد خان نوم اخیستی. راشد خان د شل اوریزو لوبو یو ځانګړی نوم دی. راشد چې اوسمهال ۲۳ کلن عمر لري، په ۵۱ نړیوالو شل اوریزو لوبو کې ۹۵ ویکټې لري، نوموړی به نړیوال کې د توپ وهونکو لپاره ډېرې ستونزې جوړې کړي.

دویم نوم د اندري رسل دی، چې میکسویل په اړه وایي، رسل د کرکټ نړۍ هغه لوبغاړی دی چې په شل اوریزو کې په هره برخه کې ښه رول لوبولی شي. دریم نوم د بین سټوکس دی، بین سټوکس یو داسې الراونډر لوبغاړی دی چې تل یې د انګلستان لپاره غوره لوبې کړي دي.

څلورم د استرالیا د پخواني لوبغاړي ادم ګیل کریسټ نوم دی، نوموړی په کرکټ کې یو غوره نوم دی او د یو داسې لوبغاړي په توګه پېژندل کېږي، چې تل یې لوبې ته بدلون ورکړی او پنځم نوم د شان ټیټ دی، چې کولی شي په چټکه ډول د هر لوبغاړي پر وړاندې په زړورتیا لوبه وکړي.

دا هم ولولئ

میتیو هیډن پر اسټرالیایي لوبغاړو سختې نېوکې کړي دي

میتیو هیډن د پاکستان د سفر پر مهال د اسټرالیا کرکټ لوبډلې د یوه ورځنیو …