کورپاڼه / جالب / دریمې میرمنې ته د خپل خاوند د ناروغۍ پوښتنه ګرانه تمامه شوه

دریمې میرمنې ته د خپل خاوند د ناروغۍ پوښتنه ګرانه تمامه شوه

د دریمې میرمنې لپاره د خپل خاوند د ناروغۍ د پوښتنې لپاره روغتون ته تګ ګران تمام شو او خاوند ورته په روغتون کې طلاق ورکړ.

دغه حیرانوونکې پېښه په خلیجي هېواد سعودي عربستان کې واقع شوې، چېرته چې یوه شخص د نکاح د وخت یو عجیب او غریب شرط پر خپله میرمن تطبیق کړ.

نکاح تړونکی وایي چې د نکاح پرمهال دغه شرط ایښودل شوی و، چې دغه واده به پټ ساتل کېږي او میرمن به یې چاته د واده په اړه هیڅ هم نه وایي او نه به خپلوانو سره په دې اړه خبرې کوي او دا شرط یې ځکه ایښی و چې دغه شخص له وړاندې دوه میرمنې لرلې.

له واده یو څو ورځې وروسته خاوند ناروغ شو او روغتون ته یوړل شو، چې بیا یې همدې دریمې میرمنې د خاوند د حق پوره کولو لپاره د هغه پوښتنې ته ورغله، خو د هغې دا کار ورته ستونزې جوړې کړې.

کله چې هغه روغتون ته لاړه نو د خاوند دواړه میرمنې یې خبرې شوې، نو په همدې سبب هغه دریمې میرمنې ته پرته له کومې خبرې طلاق ورکړ. یاد شخص وایي چې میرمنې شرط مات کړ نو مسولیت یې هم خپل دی.

دا هم ولولئ

آیا د مړینې پر مهال ټولې خاطرې په دماغو کې تکراریږي؟

ساینسپوهانو د مړینې پر مهال د یوه شخص دماغي فعالیتونه تر څېړنې لاندې نېولي او …