کورپاڼه / تجارتي ليګونه / بېنګلور د پنجاب لپاره د ۱۶۵ منډو هدف وټاکه

بېنګلور د پنجاب لپاره د ۱۶۵ منډو هدف وټاکه

د رایل چیلنجر بېنګلور لپاره یو ځل بیا استرالیایي لوبغاړي ګلېن میکسویل ښه لوبه وکړه او د هغه د ۵۷ منډو پرمټ یې پنجاب ته د ۱۶۵ منډو هدف وټاکه.

هند تجارتي ليګ یا ای پي ایل ۴۸مه لوبه د رایل چیلنجر بېنګلور او پنجاب کینګز لوبډلو ترمنځ په شارجه کرکټ لوبغالي کې ترسره کېږي، چې بېنګلور د پچې تر ګټلو وروسته د توپ وهنې پرېکړه وکړه.

بېنګلور په ټاکلو ۲۰ اورونو کې د ۸ لوبغاړو په سوځېدو ۱۶۴ منډې وکړې، چې له ډلې يې کوهلي ۲۳، پاډیکال ۴۰ او میکسویل ۵۷ ترټولو زیاتې منډې وکړې.

د پنجاب کینګز له لورې په توپ اچونه کې محمد شامي او هویسس هینریکوسس ښه وځلېده او دواړو درې- درې لوبغاړي یې وسوځول.

د یادولو وړ ده چې بېنګلور لوبډله یوازې یوې بریا ته اړتیا لري ترڅو د پلی آف سیالیو ته لار ومومي، خو پنجاب لوبډله په ټولو لوبو کې د بریا هڅه کوي، که داسې ونه کړي نو له مخکې تګ څخه به پاتې شي.

دا هم ولولئ

میتیو هیډن پر اسټرالیایي لوبغاړو سختې نېوکې کړي دي

میتیو هیډن د پاکستان د سفر پر مهال د اسټرالیا کرکټ لوبډلې د یوه ورځنیو …