کورپاڼه / تجارتي ليګونه / د شهزاد لوبډلې د عمرزي لوبډلې ته ماتې ورکړه

د شهزاد لوبډلې د عمرزي لوبډلې ته ماتې ورکړه

د چیتوان ټایګرز لوبډلې لپاره کریم جنت په توپ اچونه کې دوه ویکټې ترلاسه کړې او محمد شهزاد ۳۵ منډې ورکړې او لوبډله یې بریا ته ورسوله.

د نیپال غوره لیګ (اېوریسټ سیالیو) په دوام نن په پنځلسمه لوبه کې د لالیټپور پاتروتس او چیتوان ټایګرز لوبډلې سره مخ شوې، چې پاتروتس د پچې تر ګټلو وروسته توپ وهنه غوره کړه.

د لالیټپور پاتروتس لوبډلې په ټاکلو شل اورونو کې د ۹ لوبغاړو په سوځېدو ۱۰۹ منډې وکړې، چې د چیتوان ټایګرز لوبډلې ته یې د ۱۱۰ منډو هدف وټاکه.

د پاتروتس له ډلې جایکیشان کولاسوالا ۴۰ ترټولو زیاتې منډې وکړې او عظمت الله عمرزی بیا په اته منډو رن اوټ شو او د چیتوان لپاره کمال ایري درې، کریم جنت او ساګر داکال دوه-دوه ویکټې ترلاسه کړې.

چیتوان یاد هدف د ۵ لوبغاړو په سوځېدو په ۱۷.۲ اورونو کې ترلاسه کړ، چې محمد شهزاد ۳۵، بهیم سارکي ۲۷ ترټولو زباتې منډې وکړې. د پاتورتس لپاره عمرزي او داکال دوه-دوه ویکټې ترلاسه کړې.

دا هم ولولئ

میتیو هیډن پر اسټرالیایي لوبغاړو سختې نېوکې کړي دي

میتیو هیډن د پاکستان د سفر پر مهال د اسټرالیا کرکټ لوبډلې د یوه ورځنیو …