کورپاڼه / جالب / د یوې انجلۍ له سترګو د اوښکو پرځای تیږي راوځي+ویډیو

د یوې انجلۍ له سترګو د اوښکو پرځای تیږي راوځي+ویډیو

په هند کې د یوې پنځلس کلنې میرمنې له سترګو د اوښکو پرځای تیږي راوځي. ددې انجلۍ د ویډیو پر لېدو خلک د حیرانۍ احساس کوي.

د رسنیو د راپورونو پر اساس ویل کېږي، د هند د اترپردیش ایالت د ګادیا بلداسپور کلي اوسیدونکې پنځلس کلنې چاندني له سترګو څخه د اوښکو پرځای تیږي بهېږي.

د چاندني والدین وایي چې د جولایۍ له اوولسمې نېټې راهیسې د هغې له سترګو د اوښکو پرځای تیږي بهېږي او د ورځې یې له لسو تر پنځلسو پورې تیږي بهېږي چې تر اوسه اویا تیږي راټولې شوي.

ددې انجلۍ له سترګو د اوښکو پرځای د تیږو بهېدو ویډیو پر ټولنیزو رسنیو خپرېږي، چې خلک یې په لېدو د حیرانۍ احساس کوي، خو ډاکتران بیا وایي چې انجلۍ سترګو کې تیږي اچولي او بیا یې راباسي او د سترګو متخصصین وایي چې په دې اړه ساینسي ثبوت نشته.

دوی وایي چې دغه انجلۍ په سترګو کې تیږي اچولي او بیا د اوښکو په څېر بهر راویستلي چې د خلکو توجه لاسته راوړي. ډاکتر نیرج ګپتا وایي چې دا ډول کړنه په طب کې نشته بلکې یوه دوکه ده.

دا هم ولولئ

آیا د مړینې پر مهال ټولې خاطرې په دماغو کې تکراریږي؟

ساینسپوهانو د مړینې پر مهال د یوه شخص دماغي فعالیتونه تر څېړنې لاندې نېولي او …