کورپاڼه / تجارتي ليګونه / کلکتې د حیدر آباد لوبډلې په ۶ ویکټو ماتې ورکړه

کلکتې د حیدر آباد لوبډلې په ۶ ویکټو ماتې ورکړه

سنرایزر حیدر آباد له کلکتې هم په ۶ ویکټو ماتې وخوړه او په دې سره د کلکتې د مخکې تګ چانس نور هم زیات شو.

هند تجارتي ليګ یا ای پي ایل ۴۹مه لوبه د کلکته نایټ رایډرز او سنرایزر حیدر آباد لوبډلو ترمنځ په دوبۍ نړیوال لوبغالي کې ترسره شوه، چې حیدر آباد د پچې تر ګټلو وروسته د توپ وهنې پرېکړه وکړه.

بېنګلور په ټاکلو ۲۰ اورونو کې د ۸ لوبغاړو په سوځېدو ۱۱۵ منډې وکړې، چې له ډلې يې کین ویلیمسن ۲۶ او عبدالصمد ۲۵ ترټولو زیاتې منډې وکړې.

د کلکته نایټ رایډرز له لورې له لورې په توپ اچونه کې ورون چکرورتي، ټیم سوتي او شیوام ماوي دوه-دوه لوبغاړي یې وسوځول او شکیب الحسن بیا یوه ویکټ ترلاسه کړه.

کلکتې یاد هدف په وروستي اور کې د څلور لوبغاړو په سوځېدو پوره او حیدر آباد ته یې په ۶ ویکټو ماتې ورکړه، چې شبمن ګیل ۵۷ ترټولو زیاتې منډې وکړې. د حیدر آباد لپاره هولډر ده، راشد او کول یوه-یوه ویکټ ترلاسه کړه.

دا هم ولولئ

میتیو هیډن پر اسټرالیایي لوبغاړو سختې نېوکې کړي دي

میتیو هیډن د پاکستان د سفر پر مهال د اسټرالیا کرکټ لوبډلې د یوه ورځنیو …