کورپاڼه / خبرونه / افغان باسکیټیال لوبغاړې نیلوفر د هسپانیې لپاره ولوبېده

افغان باسکیټیال لوبغاړې نیلوفر د هسپانیې لپاره ولوبېده

د افغانستان میرمنو د ویلچیر باسکیټبال لوبډلې لوبدلمشرې نیلوفر بیات پرون یوه ورځ وړاندې د هسپانوي لوبډلې لپاره خپله لومړۍ لوبه وکړه.

نیلوفر بیات وروسته له هغې چې د افغانستان تېر نظام ړنګ وشو، د هسپانیې بیلبایو ښار ته کډواله شوه او هلته یې د بایډایډک بیلبایو له کلب سره یې د لوبېدو تړون لاسلیک کړ.

اریانا نیوز د رویټرز خبري آژانس د راپور پر اساس وایي، ۲۸ کلنې نیلوفر بیات او ۲۷ کلن میړه رامش په دې وتوانېده، چې په شمالي بیلبایو کې د بایډایدیک بیلبایو باسکیټبال لوبډلې لپاره لوبه وکړي.

نیلوفر ویلي دي، ما کله هم دومره مهرباني او درناوی نه و لیدلی نو حس مې کړه، چې دا مې دویم کور دی. زه به دلته ډېر خوښ او خوشحاله ژوند ولرم. هغې زیاته کړې چې په افغانستان کې موږ یوځای نه لوبېدو نو دا راته نوي ول.

باید یاده کړم دا لومړی ځل دی، چې بیات په یوه ګډه لوبډله کې لوبیږي.راپورونو زیاتوي چې په هسپانیه کې د لوبې پرمهال نیلوفر بیات د خلکو لخوا ښه نازول شوې او تود هرکلی یې شوی.

دا هم ولولئ

پاکستانۍ نجلۍ، راشد ته: ته روان یې، مه ځه کنه

دا مهال د پاکستان سوپر لیګ سیالۍ وروستي پړاو ته رسېدلي او نن یې د …