کورپاڼه / ريکارډونه / بابر اعظم د کریس ګیل ریکارډ مات کړ

بابر اعظم د کریس ګیل ریکارډ مات کړ

د پاکستان کرکټ ملي لوبډلې لوبډلمشر او مخکښ توپ وهونکي بابر اعظم په شل اوریزو لوبو کې د کریس ګیل ریکارډ مات کړ او په ۱۸۷ لوبو کې ۷۰۰۰ تېزۍ منډې جوړې کړې.

له بابر اعظم وړاندې دغه ریکارډ له کریس ګیل سره و، هغه په ۱۹۲ لوبو کې یاد هدف ته ځان رسولی و. په دریم مقام کې بیا ویرات کوهلي ځای لري، هغه په ۲۱۲ لوبو کې ۷۰۰۰ منډې جوړې کړې وې.

څلورم مقام له ارون فینچ سره دی، هغه په ۲۲۲ لوبو کې او پنځم مقام د ارون فینچ له ملګري دیویډ وارنر سره دی، نوموړي په ۲۲۳ لوبو کې ۷۰۰۰ منډې پوره کړې.

شپږم مقام د سویلي افریقا له ویټ ساتونکي کوانټن ډیکاک سره دی، هغه په ۲۲۵ لوبو کې، اووم مقام د نیوزیلېنډ پیلیز توپ وهونکي مارتن ګوپټل سره، په ۲۳۵ لوبو کې او اتم براډ هوګ سره دی، هغه په ۲۴۳ لوبو کې ۷۰۰۰ منډې پوره کړې وې.

دغه راز نهم مقام د کرکټ نړۍ له ځانګړي لوبغاړي ای بي ډیویلیرز سره دی، نوموړي په ۲۴۵ لوبو کې او لسم مقام له شکر دهوان سره دی، هغه په ۲۴۶ لوبو کې ۷۰۰۰ منډې بشپړې کړي دي.

دا هم ولولئ

میتیو هیډن پر اسټرالیایي لوبغاړو سختې نېوکې کړي دي

میتیو هیډن د پاکستان د سفر پر مهال د اسټرالیا کرکټ لوبډلې د یوه ورځنیو …