کورپاڼه / ليکنې / د خپلو ماشومانو د روزنې لپاره دا ټکي په نظر کې ونیسئ

د خپلو ماشومانو د روزنې لپاره دا ټکي په نظر کې ونیسئ

موږ ټول د خپلو اولادونو د روزنې پرمهال د خپل مور او پلار له انداز څخه اغېزمن کېږو، یعنې ددې مطلب دادی چې موږ د خپلو ماشومانو روزنه د خپل مور او پلار په څېر کوو.

یو ارواپوه فلیپا پیري پخپل کتاب (ژباړه: هغه کتاب چې تاسې یې غواړئ چې پلار مو لوستی وي) کې خلکو ته د ښه والدین کېدو مشورې ورکړي او ویلي یې دي چې ښه والدین به څنګه جوړېږو ترڅو د خپلو اولادونو ژوند ته ښه پیل ورکړو او ددې لپاره ډېره هڅه کول هم نه وي پکار.

حدود وټاکئ: دا به ډېره ستونزمنه وي ځکه چې موږ خپلو ماشومانو سره ډېره مینه لرو، خو کله داسې هم کېږي چې ټول حدونه ماتوو. که چېرته تاسې خپل ماشومان بیاهم ډېر آزاد پرېږدئ نو بیابه هم ورته حدود ټاکئ. د بېلګې په توګه تاسې اوس دیارلس کلن یاست، عمر مو ډېر کم دی، دا څوک نه خوښوي چې په دې اړه خبرې وکړي.

خپل ماشومان په هر موډ کې قبول کړئ: زموږ تېروتنه داده چې موږ تل دا غواړو چې ماشومان مو تل خوښ وي او نشو کولی چې خپل ماشومان خپه ووینو. خو اړینه ده چې موږ خپل ماشوم په هر ډول طبیعت کې قبول کړو، ترڅو د خپګان او غوسې پر وخت له موږ ناراضه نشي.

تاسې د خپل ماشوم عکس یاست: تاسې د خپل ماشوم سره ورته والی لرئ، که چېرته دا وویل شي چې تاسې د هغوی انساني عکس یاست نو غلطه به نه وي او زموږ چلند د هغوی د شخصیت برخه ګرځي، که چېرته ورته تل دا خبره کوئ چې بوټونه مو ګنده دي نو هغوی به تل ستاسې غوسه ویني، نو هڅه وکړئ چې د هغوی سره ورته خوښي اظهار کړئ.

هر ډول چلند د خبرو کولو طریقه وي: ماشوم د خپل چلند په مرسته تاسې ته یو څه ویل غواړي، چې دا د هغوی لپاره د خبرو کولو غوره طریقه وي، نو تاسې باید د هغه د چلند سبب معلوم کوئ او هغوی ته د احساسات د څرګندولو چل وروښیو.

دا هم ولولئ

د میلیاردرو اشخاصو درې عادتونه

ټول ژوند زده کړه کوي: زیاتره میلیاردر اشخاص ځان جوړوونکي وي، دوی د نړۍ او هیواد …