کورپاڼه / سياست او روانې چارې / کابل د بې برقۍ او تیارې سره مخ کېدونکی دی؟
کابل بې برقي

کابل د بې برقۍ او تیارې سره مخ کېدونکی دی؟

له هغه وروسته چې د افغانستان واګې ا.ا ته په لاس ورغلې، اوس دا ویره هم شته چې د افغانستان پلازمېنې کابل په ګډون ځینې ولایتونو د بې برقۍ یا تیارې سره مخ شي.

د (وال سټریټ ژورنال) په خپله یوه لیکنه کې په همدې اړه خبرې کړې دي او ویلي یې دي که چېرته ا.ا د مرکزي اسیا هېوادونو ته د برېښنا پېسې ورنکړي، نو کابل به له برېښنا څخه محرومه شي.

په دغه لیکنه کې د افغانستان برېښنا شرکت د مخکیني رییس داود نورزي هغه خبرې هم راخیستل شوي دي، چې هغه ویلي و که د برېښنا پېسې ورنکړل شي، نو د مرکزي اسیا هېوادونه به په افغانستان برېښنا بنده کړي.

د افغانستان تر ډېره برېښنا د تاجکستان او ازبکستان هېوادونو څخه راتلله، چې د افغانستان اسلامي جمهوریت به ورته د هر کال پېسې مخکې له مخکې ورکولې.

خو نه یوازې دا چې هر کال دوی ته په وخت پېسې ورکول کېدلې، بیا هم چې کله به د دغه هېوادونو برېښنا ته اړتیا ډېره شوه، نو په افغانستان به یې برېښنا کموله. خو اوس د کابل په ګډون د افغانستان تر لسو ډېرو ولایتونو ته د همدغه هېوادونو څخه برېښنا راځي او که چېرته ورته پېسې ورنکړل شي، نو ښايي په روان ژمي کې په کابل او نورو ولایتونو برېښنا قطع شي.

دا هم ولولئ

حاجي سید احمد سېلاب

د مجردانو وکیل دا ځل په هلمند کې د ۱۰۰ بې وزله زومانو ډلییز ودونه کوي

په تېر حکومت کې د پارلمان غړی او د بې وزله خلکو سره مرسته کوونکی …