کورپاڼه / تجارتي ليګونه / شهزاد او کریم جنت ښه وځلېده خو لوبه یې وبایلله

شهزاد او کریم جنت ښه وځلېده خو لوبه یې وبایلله

د نیپال غوره لیګ په سیالیو کې نن ورځ محمد شهزاد او کریم جنت ښه لوبه وکړه، خو لوبډله یې له ماتې سره مخ شوه.

د نیپال غوره لیګ (اېوریسټ سیالیو) سیالیو په دوام نن په څلورم لوبه کې، چې د باران په سبب ځنډېدلې وه د برهوا ګلډیټورز او چیتوان ټایګرز لوبډلې سره مخ شوې.

چیتوان ټایګرز د پچې تر ګټلو وروسته توپ وهنه غوره کړه، چې په ټاکلو شل اورونو کې یې د اته لوبغاړو په سوځېدو ۱۶۴ منډې وکړې، چې شهزاد ۳۳ او کریم جنت ۳۵ ترټولو زیاتې منډې وکړې. د برهوا لخوا ابینش بوهرا درې لوبغاړي وسوځول.

د برهوا لوبډلې یاد هدف په ۱۷.۵ اورونو کې د ۵ لوبغاړو په زیان پوره کړ او د چیتوان لوبډلې ته یې په پنځه ویکټو او دیارلس توپونو ماتې ورکړه.

د برهوا لخوا تمیم اقبال ۴۰، اپول ترنګا ۳۹ او پردیپ ایري ۷۲ منډې جوړې کړې او د چیتوان لپاره کریم جنت دوه ترټولو زیاتې ویکټې ترلاسه کړې.

دا هم ولولئ

میتیو هیډن پر اسټرالیایي لوبغاړو سختې نېوکې کړي دي

میتیو هیډن د پاکستان د سفر پر مهال د اسټرالیا کرکټ لوبډلې د یوه ورځنیو …