کورپاڼه / خبرونه / افغان لوبډله به د کوم بېرغ سره نړیوال جام کې ګډون کوي؟
عزیزالله فضلي

افغان لوبډله به د کوم بېرغ سره نړیوال جام کې ګډون کوي؟

د افغانستان کرکټ بورډ عمومي رییس عزیزالله فضلي وویل، چې په راتلونکو څو ورځو کې به دا معلومه شي چې د افغانستان کرکټ ملي لوبډله په راتلونکي نړیوال شل اوریز جام کې د کوم بېرغ سره ګډون کوي.

د ا.ا له خوا د افغانستان نیولو وروسته که څه هم په کرکټ بورډ کې ملي بېرغ او سپین بېرغ دواړه کارول کېږي، خو په دې اړه بحث روان دی چې په نړیوال جام کې به افغان لوبډله د کوم بېرغ لاندې لوبه کوي، ځکه چې سپین بېرغ ورسره څوک نه مني.

د افغانستان کرکټ ملي لوبډله چې د اکتوبر په اوومه نېټه له کابل څخه متحده عربي اماراتو ته ځي، تر څو په نړیوال شل اوریز جام کې ګډون وکړي، افغانستان په دغه جام کې خپله لومړۍ لوبه د اکتوبر په ۲۵مه نېټه ترسره کوي.

د لوبډلې له تګ مخکې د کرکټ بورډ عمومي رییس عزیزالله فضلي د مشال راډیو سره په خپله یوه مرکه کې وویل، چې په نړیوال شل اوریز جام کې به د افغانستان لوبډله د سپین بېرغ او که د تور، سور او زرغون بېرغ سره لوبېږي، دا مسئله به په راتلونکو څو ورځو کې هواره شي.

د یادولو وړ ده چې څو ورځې وړاندې د کرکټ یو شمېر نړیوالو وېبپاڼو دا خبر هم خپور کړی و، که چېرته افغان لوبډله وغواړي چې په نړیوال شل اوریز جام کې د ا.ا سپین بېرغ سره ګډون وکړي، نو ښايي ای سي سي ورته اجازه ورنکړي او له نړیوال جام څخه یې بهر کړي.

دا هم ولولئ

میتیو هیډن پر اسټرالیایي لوبغاړو سختې نېوکې کړي دي

میتیو هیډن د پاکستان د سفر پر مهال د اسټرالیا کرکټ لوبډلې د یوه ورځنیو …