کورپاڼه / اسلام / د سورت نور دغه آیت وظیفه وګرځوئ او ستونزې مو حل کړئ

د سورت نور دغه آیت وظیفه وګرځوئ او ستونزې مو حل کړئ

اسلام یو داسې بشپړ او کامل دین دي چې د ژوند ټول اړخونه رانغاړي. که چېرته کوم څوک په ذهني توګه نا آرامه وي نو قران ته مراجعه وکړي ان شاءالله ټولې ستونزې به یې حل شي.

که چېرته کوم شخص دغه وظیفه ترسره کړي او په دې بشپړ ایمان او باور ولري او د نفس پاکوالی احساس کړي او ددې وظیفې اجازه د هر شخص لپاره او د مازیګر له لمانځه وروسته باید پیل شي.

کله چې مو د مازیګر لمونځ وکړ، نو دغه آیت مبارک دیرش ځل ولولئ او په اول او اخر کې یې درود ولولئ. آیت شریف دادی:((لِيَجْزِيَهُـمُ اللّـٰهُ اَحْسَنَ مَا عَمِلُوْا وَيَزِيْدَهُـمْ مِّنْ فَضْلِـهٖ ۗ وَاللّـٰهُ يَرْزُقُ مَنْ يَّشَآءُ بِغَيْـرِ حِسَابٍ۔)) سورۃ النور ۳۸ آیت.

ددې آیت ژباړه په دې ډول ده، ترڅو الله تعالی هغوی ته د خپل عمل ښه بدله ورکړي او په خپل فصل سره نور هم ورکړي او څنګه چې الله تعالی وغواړي نو بې حساب روزي یا رزق ورکوي.

د وظیفې له پیل وړاندې باید یو غریب شخص ته ډوډي ورکړئ او د وظیفې له ختمولو وروسته دعا وکړئ او په ترتیب سره به دغه وظیفه یو دیرش ترسره کړي، ان شاء الله چې هر حاجت به مو پوره شي.

دا هم ولولئ

د قرانکریم دا آیت له هرې بلا او آفت څخه خوندي ساتي

په دې لیکنه کې د یوې داسې دعا په اړه خبرې کوو، چې هغه د …