کورپاڼه / اسلام / سره له دې چې الله تعالی ډېر زیات مهربانه دی، ولې بیاهم ځینې بنده ګان جهنم ته ځي؟

سره له دې چې الله تعالی ډېر زیات مهربانه دی، ولې بیاهم ځینې بنده ګان جهنم ته ځي؟

یو وخت نبي کریم (ص) له یو سفر څخه بېرته راستنېده او پر یو داسې ځای کې یې پړاو واچاوه، چې کلی ورسره نږدې و. په هغه کې یوه ښځه اوسېده، هغې به په تنور ډوډۍ پخوله او لښکرو ته به یې ورکوله.

کله چې له ډوډۍ پخولو وزګاره شوه نو صحابه کرامو ته یې وویل، زه غواړم چې ستاسو مشر سره خبرې وکړم، صحابه کرامو هغه نبي کریم (ص) ته راوسته او رسول الله (ص) ته یې وویل، زه غواړم له تا یوه پوښتنه وکړم.

رسول الله ورته وفرمایل، وپوښته، نو ښځې ورته وویل، زه یوه مور یم، په تنور ډوډۍ پخوم، زما یوه کوچنی زوی دی، زه نه پرېږدم چې هغه اور ته رانږدې او ګرمه هوا مې هم پرې نه پیرزو کېږي، خو ما اورېدلي که د ټولې دنیا میندو مینه راټوله کړې، نو بیاهم اویا ځلې تر خدای مهربانه دی، نو ولې بیا جهنم ته د بنده ګانو تګ خوښوي؟

په حدیث شریف کې راځي چې په دې سره رسول الله (ص) سر ټیټ کړ او له مبارکو سترګو یې اوښکې وبهېدې او ژړل یې، چې دا وخت ورته جبراییل علیه السلام د الله له لورې پیغام راوړ.

زما محبوبه! دې ښځې ته ووایي:((وما ظلمھم اللہ ولکن کانوا انفسھم یظلمون)) ژباړه: الله تعالی پر هغوی ظلم نه دی کړی، هغوی پر خپلو ځانونو ظلم کړی دی. الله تعالی پر موږ مهربانه دی خو خپلې پښې په خپله وهو او توبه نه باسو.

دا هم ولولئ

د قرانکریم دا آیت له هرې بلا او آفت څخه خوندي ساتي

په دې لیکنه کې د یوې داسې دعا په اړه خبرې کوو، چې هغه د …