کورپاڼه / تجارتي ليګونه / د اېوریسټ سیالیو کې د رحمن الله ګربز لوبډلې ماتې وخوړه

د اېوریسټ سیالیو کې د رحمن الله ګربز لوبډلې ماتې وخوړه

د نیپال غوره لیګ ځینې لوبې د باران په سبب لغوه شوې وې، اوس هماغه لوبې بیا ترسره، چې پکې د رحمن الله ګربز لوبډلې لوبه وبایلله.

د اېوریسټ لیګ په شپږمه لوبه کې د کتماندو کینګز او پوکارا رهینوس لوبډلې سره مخامخ شوې او کتماندو کینګز د پچې تر ګټلو وروسته د توپ وهنې پرېکړه وکړه.

کتماندو کینګز په ټاکلو شل اورونو کې د ۸ لوبغاړو په سوځېدو سره ۱۸۲ منډې وکړې، چې له ډلې یې رحمن الله ۱۲، امیت شرییتا ۵۶ او ریان برل ۵۰ منډې جوړې کړې او پوکارا بایبک یادیو درې ویکټې ترلاسه کړې.

د پوکارا رهینوس لوبډلې یاد هدف په ځواب کې په ۱۵ اورونو کې د ۵ لوبغاړو په سوځېدو ۱۴۲ منډې وکړې او لوبه د باران له امله وځنډېده او بیا د ډي/اېل میتود له مخې وګټله.

د پوکارا لخوا ساهان ارچاچګي ۴۳ او بایبک یادیو ۴۱ ناسوځېدلې منډې وکړې. بل لورې ته د کتماندو جیتیندرا موکیا دوه ویکټې ترلاسه کړې.

دا هم ولولئ

میتیو هیډن پر اسټرالیایي لوبغاړو سختې نېوکې کړي دي

میتیو هیډن د پاکستان د سفر پر مهال د اسټرالیا کرکټ لوبډلې د یوه ورځنیو …