کورپاڼه / جالب / پولیسو ته د کوڼ شخص درول ګران تمام شو

پولیسو ته د کوڼ شخص درول ګران تمام شو

په امریکا کې هغه کوڼ شخص، چې وچ په ناحقه یې تر څلورو میاشتو پورې بند تېر کړی و، په هغه پولیس افیسر یې قضیه ثبت کړه، چې یاد شخص یې بندي کړی و.

د هف پوسټ د راپور پر اساس ویل کېږي، دا واقعه دوه کاله وړاندې د امریکا په کولوریډو کې پېښه شوه، چېرته د بریډي مسټیک په نوم دغه کوڼ شخص سګنل مات کړ.

کله چې نوموړي سګنل مات کړ، نو دوو پولیس افسرو نکولس هیننګ او ایلي سمرز هغه پسې شول او له لږ مزل وروسته یې هغه ودراوه.

کله چې بریډي د پولیسو لخوا ودرول شول، نو پولیسو چې څه ورته ویل، نو هغه به یې نه اورېدې او نه یې شو کولی چې پر هغې عمل وکړي، ځکه چې هغه مکمل کوڼ و او یوازې په اشارو یې خبرې کولې.

له دې هر څه سربېره بیاهم نکولس او ایلي لخوا هغه ونېول شو، چې بیا یې ورته څلور میاشتې د بند سزا ورکړه. اوس بریډي د پولیسو پر وړاندې د شخصیت زیانمن کېدو قضیه ثبت کړې.

دا هم ولولئ

آیا د مړینې پر مهال ټولې خاطرې په دماغو کې تکراریږي؟

ساینسپوهانو د مړینې پر مهال د یوه شخص دماغي فعالیتونه تر څېړنې لاندې نېولي او …