کورپاڼه / خبرونه / په نړیوال جام کې د هند او پاکستان ترمنځ د لوبې نندارې لپاره ټکیټونه په یو ساعت کې وپېرل شول

په نړیوال جام کې د هند او پاکستان ترمنځ د لوبې نندارې لپاره ټکیټونه په یو ساعت کې وپېرل شول

تېره ورځ د کرکټ نړیوالې شورا اعلان وکړ، چې د نړیوال جام د نږدې ننداره کولو لپاره لوبغالي ته اویا سلنه نندارچیان پرېږدي او مینوال کولی شي چې په انلاین بڼه ټکيټونه ترلاسه کړي.

لکه څنګه چې په نړیوال جام کې د هند او پاکستان لوبې ته ډېر انتظار کېږي او مینوال له ۲۰۱۹ کال راهیسې ورته په تمه دي او دغه لوبه د اکتوبر په ۲۴مه ترسره شي، نو ټکیټونه ورته په انلاین بڼه وپیرل شول.

د کرکټ نړیوالې شورا ویلي ول، چې ښایي په نړیوال جام کې د هند او پاکستان لوبډلو ترمینځ سیالۍ لپاره ټکیټونه له بلې هرې لوبې ډېر خرڅ شي، چې چې اوس یاده وړاندوینه رښتیا شوه.

د راپور پر اساس ویل کېږي، چې د هند او پاکستان ترمنځ د لوبې نندارې لپاره د آی سي سي لخوا ټاکل شوي ټکیټونه د یو ساعت په شاوخوا کې وپېرل شول.

خو د کرکټ نړیوالې شورا دا هم ویلي، چې د راتلونکي نړیوال جام ته د کرونا څخه د ساتنې په پار سخت روغتیايي تدابیر په پام کې نیول کېږي او هغه کسانو ته به اجازه ورکوي چې واکسین یې کړي وي.

دا هم ولولئ

میتیو هیډن پر اسټرالیایي لوبغاړو سختې نېوکې کړي دي

میتیو هیډن د پاکستان د سفر پر مهال د اسټرالیا کرکټ لوبډلې د یوه ورځنیو …