کورپاڼه / تجارتي ليګونه / ډهلي کپیټلز د چینای لوبډله ماته کړه

ډهلي کپیټلز د چینای لوبډله ماته کړه

د چینای سوپر کینګز او ډهلي کپیټلز لوبډلې چې له وړاندې یې پلی اف پړاو ته لار موندلې ده، تېر ماښام یې لوبه ترسره شوه چې ډهلي پکې بریا ترلاسه کړه.

هند تجارتي ليګ یا ای پي ایل ۵۰مه لوبه د چینای سوپر کینګز او ډهلي کپیټلز لوبډلو ترمنځ په دوبۍ نړیوال لوبغالي کې ترسره شوه، چې ډهلي د پچې تر ګټلو وروسته د توپ وهنې پرېکړه وکړه.

چینای په ټاکلو ۲۰ اورونو کې د ۵ لوبغاړو په سوځېدو ۱۳۶ منډې وکړې، چې له ډلې يې امبیت رایډو ۵۵ او روبین اوتاپا ۱۹ ترټولو زیاتې منډې وکړې.

د ډهلي له لورې له لورې په توپ اچونه کې اکشر پټیل دوه لوبغاړي یې وسوځول. دغه راز انریچ نورتجي، عویش خان او اشوین بیا یوه-یوه ویکټ ترلاسه کړه.

ډهلي یاد هدف په وروستي اور کې د اوو لوبغاړو په سوځېدو پوره او حیدر آباد ته یې په ۳ ویکټو ماتې ورکړه، چې له ډلې یې شکر دهوان ۳۹ ترټولو زیاتې منډې وکړې. د چینای لپاره ټاکور او جدیجا دوه-دوه، چاهار، هزلیووډ او ډیون براو یوه-یوه ویکټ ترلاسه کړه.

دا هم ولولئ

میتیو هیډن پر اسټرالیایي لوبغاړو سختې نېوکې کړي دي

میتیو هیډن د پاکستان د سفر پر مهال د اسټرالیا کرکټ لوبډلې د یوه ورځنیو …