کورپاڼه / سياست او روانې چارې / عادله راز وايي، غني فراري، ډارن او بې ننګه ولسمشر و
عادله راز او ولسمشر غني

عادله راز وايي، غني فراري، ډارن او بې ننګه ولسمشر و

له کله راهیسې چې د افغانستان اسلامي جمهوریت مخکیني ولسمشر محمد اشرف غني واک پرېښی او له هېواده تللی دی، هماغه خلک چې هغه ورته غټ غټ موقفونه او چوکۍ ورکړې وې، اوس د غني پر ضد څرګندونې کوي.

په همدې لړ کې اوس تازه عادله راز هم زیاته شوې ده، نوموړې لومړی ولسمشر غني په ملګرو ملتونو کې د افغانستان استازې ټاکلې وه او وروسته یې بیا په امریکا کې د افغانستان سفیره وټاکله.

خو عادله راز اوس د پخواني ولسمشر محمد اشرف غني په اړه وايي، چې هغه یو فراري، ډارن او بې ننګه ولسمشر و، چې ټول ولس یې پرېښود او فرار یې وکړ.

هغې په خپلو خبرو کې دا هم ویلي دي، چې غني په قصدي ډول ا.ا ته کابل تسلیم کړ او په خپله وتښتېده. نوموړې وايي چې په افغانستان کې د ښځو د حقونو مسئله هم د امریکا د ولسمشر لپاره مهمه نه ده.

د یادولو وړ ده چې مخکیني ولسمشر محمد اشرف غني د خپل واک پر مهال داسې ډېرو خلکو ته لوړ موقفونه ورکړي و، چې اوس د هغه د واک له ختمېدو وروسته د هر څه پړه په ولسمشر اچوي.

دا هم ولولئ

حاجي سید احمد سېلاب

د مجردانو وکیل دا ځل په هلمند کې د ۱۰۰ بې وزله زومانو ډلییز ودونه کوي

په تېر حکومت کې د پارلمان غړی او د بې وزله خلکو سره مرسته کوونکی …