کورپاڼه / سياست او روانې چارې / تاجکستان وايي په افغانستان یې برېښنا کمه کړې
تاجکستان برېښنا

تاجکستان وايي په افغانستان یې برېښنا کمه کړې

د تاجکستان حکومت وايي چې د افغانستان پر ځای دوی قرغزستان ته د برېښنا صادرات ډېر کړي دي او افغانستان او ازبکستان ته یې خپله برېښنا کمه کړې ده.

له دې مخکې داسې راپورونه خپاره شوي و، چې ګوا کې د ا.ا حکومت به تاجکستان ته د برېښنا پېسې ورنکړي او تاجکستان به پرې په بشپړه توګه برېښنا قطع کړي.

خو په تازه راپورونو کې ویل شوي دي، چې تاجکستان وايي چې د اوبو په بندونو کې د اوبو د کمښت له وجې دوی دې ته اړ شوي چې افغانستان او ازبکستان ته د برېښنا ورکړه کمه کړي.

په راپورونو کې راغلي دي، چې دوی باید قرغزستان ته د ۱.۲ میلیونه کیلوواټه برېښنا پوره کړي، نو له دې امله یې په افغانستان او ازبکستان برېښنا کمه کړې ده.

خو په دغه راپورونو کې بیا د پېسو په اړه څه نه دي ویل شوي، چې ګوا کې تاجکستان د پېسو د نه ورکړې له امله په افغانستان خپله برېښنا کموي یا قطع کوي.

دا هم ولولئ

حاجي سید احمد سېلاب

د مجردانو وکیل دا ځل په هلمند کې د ۱۰۰ بې وزله زومانو ډلییز ودونه کوي

په تېر حکومت کې د پارلمان غړی او د بې وزله خلکو سره مرسته کوونکی …