کورپاڼه / خبرونه / نوین الحق: په دې هيله چې ډېر ژر نور لوبغاړي ورسره يوځای شي

نوین الحق: په دې هيله چې ډېر ژر نور لوبغاړي ورسره يوځای شي

د افغانستان ملي لوبډلې ځوان او چټک توپ اچونکی نوین الحق عربي اماراتو ته رسېدلی او هیله یې څرګنده کړې چې نور لوبغاړي به ژر ورسره یوځای شي.

نوین الحق په انګلستان کې د ویټالیټي بلاسټ سیالیو کې د لوبېدو وروسته ویسټ انډیز ته لاړ او هلته د ګرابین لیګ کې له ګیانا امازون لوبډلې سره ولوبېده.

نوموړي له دې دواړو سفرونو وروسته اوس له لندن څخه د عربي اماراتو ته دوبۍ ته رسېدلی دی او هلته د نورو ملي لوبغاړو په تمه دی ترڅو ورسره یوځای شي او په نړیوال جام کې برخه واخلي.

نوین الحق د نړیوال جام لپاره په غوره شوې لوبډله کې اعلان شوی، خو ملي لوبډله، چې ځینې لوبغاړي یې په بهرنیو هېوادونو کې دي، په کابل کې تمریناتي کیمپ ترسره کوي.

د یادولو وړ ده، چې افغان لوبډله به د چهارشنبې په ورځ لومړی قطر او له هغه ځایه به عربي ماراتو ته، په نړیواله کې د ګډون په موخه سفر ولري.

دا هم ولولئ

میتیو هیډن پر اسټرالیایي لوبغاړو سختې نېوکې کړي دي

میتیو هیډن د پاکستان د سفر پر مهال د اسټرالیا کرکټ لوبډلې د یوه ورځنیو …