کورپاڼه / ساينس او ټېکنالوژي / فیسبوک د ماشومانو لپاره د انستاګرام د نوي ویرژن رامنځته کول ځنډولي
(FILES) In this file photo illustration, a person looks at a smart phone with a Instagram logo displayed on the screen, on August 17, 2021, in Arlington, Virginia. - Facebook said on September 27, 2021 that it is suspending development of a version of its Instagram photo-sharing app for children aged under 13, after widespread criticism of the plan. Instagram chief Adam Mosseri complained that the project, which would have created a parentally-supervised version of the app for youngsters, had been widely misunderstood. (Photo by OLIVIER DOULIERY / AFP)

فیسبوک د ماشومانو لپاره د انستاګرام د نوي ویرژن رامنځته کول ځنډولي

فیسبوک اراده لرله چې د ماشومانو لپاره انستاګرام رامنځته کړي، خو اوس یې دغه پرېکړه وځنډوله او اوسمهال به په دې اړه خبرې کول له وخته وړاندې وي چې یاده اداره تر کومه حده د کارپوهانو اندیښنې په نظر کې نیسي.

امریکایي خبري آژانس ایسوي ایټډ پریس ویلي چې فیسبوک دغه پرېکړه د سپتمبر په منځ کې د یو راپور له خپرېدو وروسته وکړه، په هغه راپور کې ویل شوي ول چې د انستاګرام استعمال د نوو ځوانانو په ځانګړي توګه د ماشومانو لپاره زیانمن تمامېږي.

د وال سټریټ د راپور پر اساس ویل کېږي، چې فیسبوک په څېړنه کې معلومه کړې ده چې د انستاګرام استعمال د ماشومانو ذهني روغتیا اغېزمنوي او په ځان یې باور کمېږي چې بیا د اشتها او څانو ژنې فکر هم ورته پیدا کوي.

خو فیسبوک د انستاګرام دغه اغېزې له پامه غورځولې او نوی ویرژن یې رامنځته کاوه. فیسبوک پر وال سټریټ نېوکې کړې خو د هغوی له حقایقو سره یې اختلاف ونه کړ.

خو اوس د انستاګرام مشر ایډم موسیري ویلي دي، چې ادارې یې ماشومانو ته د نوي ویرژن رامنځته کول ځنډولي، ترڅو په دې دوران کې والدینو، کارپوهانو پالیسۍ جوړونکو سره مشورې وشي او د پروژې له ارزښت څخه یې خبر کړي.

دا هم ولولئ

ګوګل کروم د خپلو کاروونکو لپاره درې په زړه پورې ځانګړتیاوې رامنځته کړې

د امریکا د ټیکنالوژۍ لوی شرکت ګوګل د خپلو کاروونکو لپاره په خپل ویب براوزر …