کورپاڼه / جالب / زرګونه کاله وړاندې انسانانو د ځمکې پرمخ د ترټولو خطرناک الوتونکې هګۍ خوړلې

زرګونه کاله وړاندې انسانانو د ځمکې پرمخ د ترټولو خطرناک الوتونکې هګۍ خوړلې

په لرغونو زمانو کې چې انسانانو ترټولو لومړی الوتونکی وساته، د څېړونکو په نظر ښایي هغه به د کیسووري (cassowary) په نوم الوتونکی و، چې د خنجر ډوله پښو په سبب د نړۍ خطرناک الوتونکی ګڼل کېده.

کیسووري د شتر مرغ د کورنۍ څخه دی، چې په شمالي استرالیا، نیوګینیا او نورو نږدې ټاپوګانو کې موندل کېږي. اوس څېړونکو موندلې ده چې له نن څخه ۱۸۰۰۰ کاله وړاندې انسانانو دغه الوتونکی نه یوازې پاله بلکې هګۍ او غوښه یې هم خوړله.

لرغون پېژندونکو دغه اندازه د کیسووري زر کاله پخوانيو هګیو پر پوستکو د تجزیې وروسته کړې. دغه پوستکي د نیوګینیا د غرنیو ځنګلونو څخخ موندل شوې او د نیوزیلېنډ په بېلابېلو موزیمونو کې ایښودل شوي ول.

څېړونکې وایي چې لرغونو انسانانو ددې خطرناک الوتونکې هګۍ د بچي له پیدا کېدو وړاندې اخیستلې او بیابه یې ترې راوتونکی بچی خپله ساته. له دې معلومېږي چې د مرغیو ساتلو شوق له زرګونو کلونو راهیسې را روان دی.

کیسووري هم د شتر مرغ په څېر اوږد د شپږ فوټه لرونکی وي، هګۍ یې شین رنګه وې او منځنی اوږدوالی یې څوارلس سانتي میتره او پراخوالی یې نهه سانتي میتره و، په عامو حالاتو کې آرامه و او که چېرته به یې خطر حس کړ، نو په پنجو به یې دښمن څېرې کاوه.

دا هم ولولئ

آیا د مړینې پر مهال ټولې خاطرې په دماغو کې تکراریږي؟

ساینسپوهانو د مړینې پر مهال د یوه شخص دماغي فعالیتونه تر څېړنې لاندې نېولي او …